د سوریې د پلازمېنې دمشق په جنوب کې د سیده زینب پر سیمه هوايي برید شوی.
د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې چې مرکز یې په لندن کې دی ویلي، په برید کې د ایران پلوه جنګیالیو په ګډون ۷ کسان وژل شوي دي.
د سوریې د پلازمېنې دمشق په جنوب کې د سیده زینب پر سیمه هوايي برید شوی.
ددې برید مسؤلیت پر اسرائیلو اچول شوی دی.
د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې چې مرکز یې په لندن کې دی ویلي، په برید کې د ایران پلوه جنګیالیو په ګډون ۷ کسان وژل شوي دي.
یادې شوې ادارې ویلي چې برید د حزب الله او د ایران د انقلابي ګارډ په مرکز شوی دی.
ویل شوي، چې په وژل شویو کې دوه سوري او یو ایراني افسر ساتونکی هم شتون لري.
د سوریې د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دمشق په جنوب کې له یو له هغه ادرسونه څخه دی چې په نښه شوي دي.
د سوریې د دفاع وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې پدې برید کې د ایراني مشاورانو د وژلو نه یادونه شوې وه خو وروسته بیا د ایراني مشاورانو جمله يي پاکه کړه.
د ایران تسنیم خبري اژانس هم اعلان کړی چې اسرائیل د سیده زینب په سیمه کې د ایران د اطلاعاتو مرکز په نښه کړی دی.
خو په سوریه کې د ایران سفیر دغه خبرونه رد کړل.
سفیر ویلي دي چې په برید کې د اطلاعاتو مرکز او ایرانیانو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
د ویلو ده چې تیره میاشت هم د سیده زینب په ګاونډ باندې هوايي برید شوی وو. د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک قومندان رازي موسوي په دغه برید کې وژل شوی وو . د برید مسؤلیت اسرائیل په غاړه اخیستی وو.
همداشان د جنورۍ په ۲۰ مه د دمشق په جنوب کې د میزې په ولسوالۍ کې د سوریې د انقلابي ګارډ د استخباراتو مشر په نښه شو او په دغه برید کې ۱۳ تنه ووژل شول.