د اسرائیلو د دافاع وزیر : د جګړې د پایته رسیدو نه وروسته به د غزې اداره فلسطینانو ته ورکړل شي

د اسرائیلو د دفاع وزیر یوف ګالانت ویلي دي چې پر غزې د  اسرائیلو د بریدونو له پای ته رسیدو وروسته به د غزې واک او اداره  فلسطینیانو ته ورکړل شي.

2089285
د اسرائیلو د دافاع وزیر : د جګړې د پایته رسیدو نه وروسته به د غزې اداره فلسطینانو ته ورکړل شي

د اسرائیلو د دفاع وزیر یوف ګالانت ویلي دي چې پر غزې د  اسرائیلو د بریدونو له پای ته رسیدو وروسته به د غزې واک او اداره  فلسطینیانو ته ورکړل شي.

یوف ګالانټ د اکتوبر له اوومې راهیسې پر غزې د اسرائیلو د بریدونو په اړه په یوه خبري کنفرانس کې څرګندونې وکړې.

د غزې تړانګې په شمال کې د ځمکني برید "سخت پړاو" پای ته رسیدو په بیانولو سره، ګالانټ یادونه وکړه چې په جنوب کې د بریدونو "سخت پړاو" به ډیر ژر پای ته ورسیږي.

ګالانټ استدلال وکړ چې "په حماس باندې یوازې نظامي فشار" به د نوي بندیانو د تبادلې لپاره مؤثر وي او وویل چې دوی د رفاح ښار ته تلونکي سړکونه يي بند کړي دي.

ګالانټ د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو د بریدونو په اړه د لاندې ټکو یادونه وکړه:

"په غزه کې راتلونکی حکومت باید د غزې له تړانګې څخه وده وکړي. غزه به د فلسطینیانو لخوا اداره کیږي. د پوځي عملیاتو پای باید په سیاسي اقدام پورې تړلی وي."

د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو تر دې مخکې څو څو ځله ويلي چې د جګړې هدف د حماس له منځه وړل دي او هغه د غزې تر جګړې وروسته د "فلسطيني ادارې" د واک پر ضد دی.

په عین حال کې، په اسرائیل کې د اپوزیسیون اصلي مشر، یایر لاپید ویلي چې لومړي وزیر نتنیاهو او د دفاع وزیر ګالانټ یو بل سره خبرې نه دي کړي.

دا مسله چې د اسرائیلو د بریدونو له پای ته رسیدو وروسته به څوک پر غزې واکمني وکړي د نتانیاهو او ګالانټ تر منځ د اختلافاتو څخه یوه ده.


پيوندونه: #فلسطین , #غزه , #اسرائیل

اړوند خبرونه