د سوریې په دیرالزور ولایت کې د امریکا په پوځي هډې راکټي بریدونه وشو.
د سیمه ایزو سرچینو څخه د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، ایران پلوه ډلو په دیرالزور کې د فرات سیند په لویدیځه غاړه کې د کونیکو د ګازو د تاسیساتو په هډه چې امریکایي ځواکونه پکې ځای پر ځای دي، راکټي بریدونه وکړ.

د امریکا د هوايي دفاعي سیستم دوه راکټونه مخکې له دې چې هدف ته ورسیږي له منځه یوړل. یو راکټ دهدې په شاوخوا ولګېد. پدې بریدونو کې د ځاني تلفاتو په اړه څه ندي ویل شوي.
له بلې خوا په هډه کې میشتو امریکایي ځواکونو د فرات سیند په لویدیځه غاړه کې د هشام په ښارګوټي کې د ایراني ملاتړو ډلو پر مرکزونو ځوابي بریدونه کړي دي.
په هسکه او دیرالزور کې د امریکا پوځي هډې د کال له پیل راهیسې په مکرر ډول د راکټي او ډرون الوتکو د بریدونو سره مخامخ دي.
د فرات سیند په ختیځ کې د دیرالزور سیمه د امریکا ملاتړ نه برښمند د بیلتون غوښتونکي ترهګریز سازمان PKK/YPG تر اشغال لاندې ده . ددې ښار مرکز او نورې کلیوالي سیمې بیا د بشارالاسد رژیم او ایران پلوه ډلو تر کنټرول لاندې دي.
د اسرائیلو لخوا پر غزې د بریدونو د پیل راهیسې په سوریه او عراق کې د امریکا پر پوځي هډو د بریدونو کچه هم ښه پسې لوړه شوې ده.