په سوریه کې یو ځل بیا د امریکايي ځواکونو پر هډې د بې پیلوټه الوتکو سره برید وشو.

د سوریې په شمال ختیځ کې د هسکې په  ولایت کې  د  شدادي په نامه د امریکايي ځواکونو پر هډې د نامعلومو بې پیلوټه الوتکو لخوا برید شوی دی.

2082949

له سیمي نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د هسکې په جنوب کې د امریکايي ځواکونو د  شدادي پر هډې د نامعلومو په وسلو سمبال ډرون الوتکو په مټ برید شوی دی.

د ویلو ده چې پدې برید کې د ځاني زیانونو په اړه څه ندي ویل شوي. امریکايي ځواکونو هم تر اوسه پورې ددې برید په اړه څه ندي ویلي.

د ویلو ده چې پدې وروستیو کې د سوریې د التنف ، د عراق سره په پوله کې د مالکیه، هسکې ولایت اړوند په شدادي او دیروزور په ولایت کې د امریکايی ځواکونو پر هډو د نامعلومه ډرون الوتکو لخوا بریدونه کیږي.

د ویلو ده چې تیره ورځ د امریکا لخوا په بحرالاحمر کې د حوثیانو پر خلاف  عملیاتو نه وروسته چې نږدې ۱۰ تنه حوثي جنګیالیو پکې ژوند د لاسه ورکړ سمدلاسه په سوریه کې د امریکايي ځواکونو پر هډې بریدونه وشول.

اړوند خبرونه