په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شوو کسانو شمیره د ۲۰ زرو تنو نه واوښته

د اکتوبر له اوومې راهیسې پر غزې د اسرائیلو په روانو بریدونو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر له ۲۰ زرو واوښت.

2079226
په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شوو کسانو شمیره د ۲۰ زرو تنو نه واوښته

د اکتوبر له اوومې راهیسې پر غزې د اسرائیلو په روانو بریدونو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر له ۲۰ زرو واوښت.

په غزه کې د حکومت د رسنیو دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې په غزې د اسرائیلي پوځ د ۷۵ ورځو د بریدونو په اړه معلومات ورکړل شوي دي.

په اعلاميه کې ويل شوي چې په غزه کې د اسرائيلو په بريدونو کې د وژل شويو فلسطينيانو شمېر له ۲۰ زرو تنو اوښتی او د ټپيانو شمېر ۵۲ زره او ۶۰۰ ته رسېدلی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي چې په بریدونو کې د ویجاړو شویو ودانیو د خاورو او تیګو لاندې د بندو پاتو شویو کسانو شمېر ۶۷۰۰ تنه دی چې ۷۰ سلنه یې ښځې او ماشومان دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې اسرائیلو ۳۱۰ روغتیايي کارکوونکي، ۳۵ د ملکي دفاع افسران او ۹۷ خبریالان وژلي او دغه راز یې ۹۹ روغتیايي کارکوونکي او ۸ خبریالان بندیان کړي دي.

په اعلاميه کې ويل شوي چې اسرائيلو په غزه کې ۱۴۰ روغتيايي بنسټونه په نښه کړي، ۲۳ روغتونونه او ۵۳ روغتيايي مرکزونه يې له کاره غورځولي او ۱۰۲ امبولانسونه يې له منځه وړي دي.

ویل شوي، چې د غزې په تړانګه کې ۵۳ زره کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي، ۲۵۵ زره کورونه په جزوي توګه زیانمن شوي او ټولټال ۳۰۸ زره کورونه د اسرائیلي پوځ په بریدونو کې زیانمن شوي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې اسرائیلو د غزې په تړانګه کې ۱۲۶ دولتي تاسیسات، ۹۰ ښوونځي او پوهنتونونه په نښه کړي او په ټولیزه توګه ۲۸۳ ښوونځي او پوهنتونونه زیانمن کړي دي.

په بیان کې دې ته په اشارې سره چې اسرائیلو عبادت ځایونه  هم په نښه کړي، یادونه کړې چې په غزه کې ۱۱۴ جوماتونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي، ۲۰۰ زیانمن شوي او ۳ کلیساګانې په نښه شوي دي.



اړوند خبرونه