اسرائیلو د سوریې په پلازمینه دمشق کې پر ځینو ځایونو هوايي بریدونه کړي دي.
اسرائیلي ځواکونو په سوریې هوايي او توغندیز بریدونه کړي
2075094
اسرائیلو د سوریې په پلازمینه دمشق کې پر ځینو ځایونو هوايي بریدونه کړي دي.
د سوريې خبري آژانس سانا د يوې پوځي سرچينې په حواله، ویلي دي چې د دمشق په شاوخوا کې ځينې نقطې په ځايي وخت د شپې په ۱۱ بجو او ۵ دقیقو د اسرائيلي ځواکونو له خوا په هوايي بريد کې په نښه شوې دي. په خبر کې راغلي دي چې
"زموږ د هوايي مدافعې سیسټم د ګولان له تپو څخه د راتوغول شوو توغندیو مخه ونیوله او ځینې یې وویشتل. په برید کې ځاني تلفات هم اوښتي دي .
اسرائیلي چارواکو د برید په اړه څه نه دي ویلي.