د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د فلسطین د مسئلې په اړه پنځه پریکړه لیکونه په غوڅ اکثریت تصویب کړل.

فلسطین : د اسرائیل او د هغه د ګوتو په شمیر نږدې متفقینو نه پرته نوره ټوله نړۍ زمونږ پلوي کوي

2074124
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د فلسطین د مسئلې په اړه پنځه پریکړه لیکونه په غوڅ اکثریت تصویب کړل.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د فلسطین د مسئلې په اړه پنځه پریکړه لیکونه په غوڅ اکثریت تصویب کړل.

د فلسطین د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې له مخې، د فلسطیني کډوالو سره د مرستې لومړني پریکړه لیک نه ۱۶۸  هیوادونو ملاتړ کړی دی. په داسې حال کې چې یوازې اسرائیل د دې پریکړې مخالفت وکړ، د امریکا ،  یوراګوای او پاراګوای په ګډون ۱۰ هیوادونو ممتنع رایه وکاروله.

پداسې حال کې چې ۱۶۵ هیوادونو په نږدې ختیځ کې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې (UNRWA) د فعالیتونو په اړه د پریکړې ملاتړ وکړ، ۴هیوادونو (امریکا، کاناډا، اسراییل او مایکرونیشیا) مخالفت وښود، او ۶ هیوادونو کامیرون، ګواتیمالا ، کریباتي، پالاو، پاپوا نیو ګیني او وانواتو بې طرفي غوره کړه .

په فلسطيني خاوره کې د اسرائيلو د مېشت ځايونو په اړه پرېکړه ليک نه ۱۴۹  هېوادونو ملاتړ وکړ، ٦ هېوادونو (امريکا، کاناډا، اسرائيل، هنګري، ميکرونيزيا او ناورو) مخالفت وکړ  او ١٩ هېوادونو له رايې ورکولو ډډه وکړه.

په داسې حال کې چې ۱۶۳ هېوادونو د فلسطیني کډوالو د ملکیتونو او د هغوی د عایداتو په اړه د پرېکړه لیک  ملاتړ وکړ، ۵ هېوادونو (امریکا، کاناډا، اسرائیلو، مایکرونیزیا او ناورو) مخالفت وکړ  او ۹ هېوادونو له رایې ورکولو ډډه وکړه.

د فلسطیني ولس او نورو عربانو د بشري حقونو د تر پښو لاندې کولو د ځانګړې کمیټې د کار په اړه د اسرائیلو د کړنو د څیړلو په موخه د پریکړې لیک نه ۸۶ هیوادونو  ملاتړ وکړ. همداشان د امریکا، انګلستان، اسرائیلو، کاناډا، چک جمهوریت ، هنګري، اتریش او استرالیا په ګډون ۱۲ هیوادونو مخالفت وکړ او ۷۵ هیوادونو له رایې ورکولو ډډه وکړه.

د فلسطین د بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې ویلي، د دې پرېکړه لیکونو د تصویب هرکلی کوي او پر هغو هېوادونو یې چې په رایه اچونه کې یې برخه نه ده اخیستې د خپل دریځونونو د سمولو او د حق  او  عدالت او د فلسطین د خلکو ترڅنګ د دریدو غږ کړی دی.

په بیان کې د فلسطیني ولس د کړاوونو د پای ته رسولو، په غزه کې د اسرائیلو د تیري د بندولو او د اوربند د تامین لپاره د بیړني اقدام پر اړتیا ټینګار شوی دی. د ویلو ده چې دا پریکړه لیکونه یوازې سمبولیک اهمیت لري.



اړوند خبرونه