د فلسطین لومړي وزیر : د غزې د تړانګې ۴۰ سلنه خاوره د اسرائیلو ځواکونو لخوا اشغال شوې ده .

د فلسطین لومړي وزیر محمد اشتیه ویلي، چې د غزې د تړانګې ۴۰ سلنه خاوره د اسرائیلو ځواکونو لخوا اشغال شوې ده .

2067987
د فلسطین لومړي وزیر :  د غزې د تړانګې ۴۰ سلنه خاوره د اسرائیلو ځواکونو لخوا اشغال شوې ده .

د فلسطین لومړي وزیر محمد اشتیه ویلي، چې د غزې د تړانګې ۴۰ سلنه خاوره د اسرائیلو ځواکونو لخوا اشغال شوې ده .

د لومړي وزیر د دفتر لخوا د خپور شوي بیان له مخې، اشتیه په رام الله کې د غزې په تړانګه کې د بریدونو په اړه د خبرو اترو لپاره د فوق العاده غونډې په پرانیستلو کې خبرې وکړې.

اشتیه د اکتوبر له اوومې وروسته د غزې او لویدیځې غاړې خرابېدونکی وضعیت ته په اشارې سره وویل، په غزه کې ډله ایزې وژنې، اجباري کډوالي، د اوبو او برېښنا پرې کیدل او د خوراکی توکو او درملو د وېش پر وړاندې خنډونو حالات نور هم سخت کړي دی.

اشتيه وويل، چې د اسرائيلو له خوا ترسره شوي جنايتونه "جنګي جرمونه او د فلسطيني خلکو نسل وژنه" هغه  وويل: "نن ورځ اسرائيل د غزې د تړانګې په سلو کې څلوېښت برخه اشغال کړې ده. اسرائيل تل يو اشغالګر دولت دی."

اشتيه تاکيد وکړ چې اسرائيل د هغو ملکيانو او بې ګناه ماشومانو چې په سړه سينه د وسلو او لوږې سره وژل شوي او همداشان د هغو زخميانو د مرګ په خاطر یواځې پریښودل شوي دي پوره مسئولیت لري.

دفلسطين لومړي وزير وويل اسرائيل په لويديځه غاړه کې د فلسطين د خلکو په وړاندې خپلو ظالمانه کړنو لکه وژل ، د ديني ځايونو نيول ، د نويو ميشتو ځايونو او پوستو جوړول او دموجودو مرستو بندولو ته دوام ورکوي.

اشتیه د اسرائیلو او حماس تر منځ جګړې ته د بشر دوستانه  وقفې توافق د برابرولو په اړه د رضایت په څرګندولو سره، د فلسطین د وزیرانو د شورا غوښتنه تکرار کړه چې په غزه او لویدیځه غاړه کې دې په بشپړه توګه بریدونه ودرول شي.

اشتیه ټینګار وکړ چې خواړه، درمل او مرستندویه توکي باید پرته له کوم مخکیني شرط سیمې ته ورسول شي.



اړوند خبرونه