د اسرائیلو د لومړي وزیر او پوځ د لوړپوړو افسرانو ترمنځه جدي اختلافات رامنځته شوي

د اسرائیلو د اضطراري حکومت لږترلږه درې وزیران د استعفا ورکولو په اړه فکر کوي ترڅو نتنیاهو مجبور کړي چې د "امنیتي ناکامۍ" مسؤلیت په غاړه واخلي.

2055068

د اسرائيلي ورځپاڼې يديوت احرونوت د راپور له مخې، د اسرائيلو د لومړي وزير بنيامين نتنياهو او د پوځ د قوماندانانو ترمنځ د باور کړکېچ روان دى.

ورځپاڼې ویلي چې د نتانیاهو او د پوځ د لوړ پوړو افسرانو ترمنځ د ارزونو، پلانونو او پریکړو په اړه اختلاف موجود وو.

ورځپاڼې دا هم راپور ورکړی چې د لومړي وزیر او دفاع وزیر یوف ګالانت ترمنځ اړیکې ترینګلې وې، چې د دواړو چارواکو ترمنځ د همکارۍ خنډ و.

ییدیوت احرونوت دا هم راپور ورکړ چې د اسرائیلو په بیړني حکومت کې لږترلږه درې وزیران د استعفا ورکولو په اړه غور کوي ترڅو نتانیاهو د "امنیتي ناکامۍ" مسؤلیت په غاړه اخیستو ته مجبور کړي.

د یادولو وړ ده چې ۷۵ سلنه اسرائیلیان نتانیاهو د غزې د تړانګې په شاوخوا کې د هغو ښارونو په ساتنه کې د پاتې راتلو پړه بولي چې د فلسطیني غورځنګ حماس لخوا په نښه شوي دي.

په داسې حال کې چې د اسرائیلو او حماس تر منځ په نښتو کې تر اوسه پورې تر ۱۴۰۰ زیات کسان اسرائیلیان وژل شوي دي ، خو فلسطیني غورځنګ لا هم شاوخوا ۲۰۰ تنه یرغمل نیولي دي.

اړوند خبرونه