اسرائیلو داځل په یوې کلیسا هوايي‌ برید وکړ

اسرائیلو تر روغتون وروسته دا ځل یوه کلیسا په نښه کړه. د ښار تر ټولو پخوانۍ کلیسا، چې لسګونه ملکیانو پکې پناه اخیستې وه، د اسرائیلو د توغندیو هدف شوه.

2053564
اسرائیلو داځل په یوې کلیسا هوايي‌ برید وکړ

اسرائیلو تر روغتون وروسته دا ځل یوه کلیسا په نښه کړه. د ښار تر ټولو پخوانۍ کلیسا، چې لسګونه ملکیانو پکې پناه اخیستې وه، د اسرائیلو د توغندیو هدف شوه.

اسرائیلو د غزې په جنوب کې د سینټ پورفیریوس ارتودوکس پر تاریخي کلیسا هوايي برید وکړ.

د بیت المقدس ارتودوکس سرپرست وویل: "موږ دا برید په کلکه غندو. په خبرپاڼه کې راغلي،  د هغه ځای بمباري چې د بې ګناه ملکي وګړو د پناه ځای په توګه کارول کېږي او هوايي بریدونه چې له څو ورځو راهیسې روان دي، جنګي جنایت دی.

د ویلو ده چې دا کلیسا د  الاهلي روغتون ته نږدې موقعیت لري، چیرې چې په دې وروستیو کې ۴۷۱  کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی. کلیسا د هغو عیسویانو او مسلمانانو لپاره د پناه ځای په توګه کارول کیده چې د بریدونو له امله یې خپل کورونه له لاسه ورکړي.

ويل کيږي چې د بريد په نتيجه کې ګڼ شمېر کسان مړه او ټپيان شوي دي. پداسې حال کې چې تاریخي کلیسا ته جدي زیان رسیدلی، کلیسا ته نږدې یوه ودانۍ هم ویجاړه شوې.


پيوندونه: #برید , #کلیسا , #اسرائیل

اړوند خبرونه