عراق کې د یو واده په تالار کې د اورلګیدنې له امله ستره فاجعه رامنځته شوه.
د عراق په موصل ښار کې د واده په یوه تالار کې د اورلګېدنې له امله ۱۱۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او تر ۵۰۰ تنو ډیر کسان ټپیان شوي دي.
عراق کې د یو واده په تالار کې د اورلګیدنې له امله ستره فاجعه رامنځته شوه.
د عراق په موصل ښار کې د واده په یوه تالار کې د اورلګېدنې له امله ۱۱۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او تر ۵۰۰ تنو ډیر کسان ټپیان شوي دي.
دا پیښه د موصل په همدانیه ښارګوټي کې رامنځته شوې ده .
د موصل ولایت د روغتیا ریاست مرستیال احمد همداني ځايي رسنیو ته ویلي، د واده په تالار کې د اور لګېدنې له امله ۱۱۳ تنه مړه او ۵۰۰ تنو ډیر کسان ټپیان شوي دي. ویل کیږي ناوې او شاه هم پدې پيښه کې ژوند دلاسه.
د موصل ولایت د چارواکیو په وینا د اورلګیدنې پر مهال د واده په تالار کې تر ۸۰۰ تنو ډیر میلمنو شتون درلود.
د عراق رسمي خبري اژانس د موصل ولایت د روغتیا د ریاست د مسئولینو له قوله لیکلي دي چې ددې پيښې نه وروسته شاوخوا ولایتونو د اور وژنې او ژغورنې ډلې موصل ښار ته راورسیدې. د بله پلوه د عراق د کورنوی چارو وزیر د پيښې ځای ته سفر کړی دی.
د عراق لومړي وزیر محمد شیاع السوداني چارواکو ته لارښوونه کړې چې بیړني حالت ته داخل شي. په سیمه کې ټول روغتونونه د خبرداري په حال کې دي. ویل شوي، چې اورلګیدنه د هوايي فشینګ له امله رامنځته شوې ده . ویل کیږي لومړی د واده د تالار چت اور واخیست چې وروسته اورلګیدنه ټولې ودانۍ ته خپره شوه.
په ټولنیزو رسنیو کې د ناوې او زوم نڅا کولو پرمهال د اور لګیدو عکسونه هم منعکس شوي.
له بلې خوا د موصل د قونسلګرۍ د معلوماتو له مخې تر اوسه په سیمه کې د تورکي اتباعو په اړه کوم منفي راپور نه دی ورکړل شوی.