په سوریه کې د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو پر پوځي هډې برید شوی

د سوریې په الحسکه ولایت کې د امریکا په مشرۍ د داعش ​​ډلې پرضد د ائتلافي ځواکونو  په اډې د بې پیلوټه الوتکې  برید شوی دی.

1964416
په سوریه کې د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو پر پوځي هډې برید شوی

د سوریې په الحسکه ولایت کې د امریکا په مشرۍ د داعش ​​ډلې پرضد د ائتلافي ځواکونو  په اډې د بې پیلوټه الوتکې  برید شوی دی.

د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) لخوا په خپور شوي بیان کې ، اعلان شوی چې یو پرون په ځایی وخت د یوې نیمې  بجې په شاوخوا کې د الحسکه په ولایت کې  د داعش  ضد ایتلافي ځواکونو پورې اړوند په یوې پوځي اډې د بې پیلوټه الوتکې سره برید وشو.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د برید په پایله کې د امریکا ۱ قراردادي کارمند وژل شوی او ۱ قراردادي کارمند او ۵ امریکايي عسکر ټپیان شوي دي.

په بیان کې، د ترلاسه شوو استخباراتو له مخې ویل شوي دي چې دا  بې پیلوټه الوتکه د ایران پورې اړه لري. همداشان په بیان کې  د امریکا د دفاع وزیر لویډ آسټین څرګندونو ته هم اشاره شوې ده.

آسټین وویلي دي "د ولسمشر جو بایډن په لارښوونه ما د امریکا د مرکزي قوماندانۍ ځواکونو ته اجازه ورکړه چې د ایران د سپاه پاسدار اردو پورې اړوندو ډلو په تاسیساتو باندې هوایی برید وکړي. دا برید  د نني برید او په سوریه کې د امریکا په مشرۍ په ائتلافي ځواکونو د ترسره شوو یو شمیر بریدونو په ځواب کې ترسره شوی دی.  

آسټین دې ته په اشارې سره چې دا  برید د امریکایی پرسونل د ساتنې لپاره شوی و ، او یادونه يي کړې ده  چې دا برید یو متناسب برید و چې د تاو تریخوالي خطر کم کړي.



اړوند خبرونه