په پاکستان کې د پولیسو پر موټرو ځانمرګی برید شوی
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د پولیسو پر موټر د ځانمرګي برید په پایله کې یو ۳ تنه وژل شوي او ۲۴ تنه چې ۲۰ تنه یې پولیس وو، ټپیان شوي دي.
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د پولیسو پر موټر د ځانمرګي برید په پایله کې یو ۳ تنه وژل شوي او ۲۴ تنه چې ۲۰ تنه یې پولیس وو، ټپیان شوي دي.
د ځايي رسنیو د راپورونو له مخې، دا برید د کویټې ښار په بلیلي ولسوالۍ کې د پولیسو پر موټر شوی دی.
د کویټې د ښار د پولیسو مشر اظفر مهسر د پیښې په ځای کې خبري غونډې ته وویل چې د لومړنیو معلوماتو له مخې په دغه برید کې د یو تن پولیس او یو تن ماشوم په ګډون ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۲۴ تنه چې ۲۰ تنه یې پولیس دي، ټپیان شوي دي.
هغه ویلي دي چې دا برید په درې موټر شوی دی . د پيښې ټپیان نږدې روغتونونو ته انتقال او د درملنې لاندې نیول شوي دي.
د برید مسئولیت پاکستاني طالبانو په غاړه اخیستی دی.
پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) تېره ورځ اعلان وکړ چې د اسلام اباد له ادارې سره د مې په لسمه پیل شوی اوربند پای ته رسېدلی او خپلو وسله والو ته یې امر کړی چې پر امنیتي ځواکونو بریدونه وکړي.