ایران د جرمني سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ

ایران د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د ایران په اړه د جرمني د چارواکو د څرګندونو په غبرګون کې په تهران کې د جرمني سفیر هانس اودو موزیل د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.

1911924
ایران د جرمني سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ

ایران د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د ایران په اړه د جرمني د چارواکو د څرګندونو په غبرګون کې په تهران کې د جرمني سفیر هانس اودو موزیل د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت  دا خبره په خپره کړې خبرپاڼه کې کړې ده .

په خبرپاڼه  کې راغلي دي  چې په تهران کې د جرمني سفیر هانس اودو موزیل د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د جرمني د استازو د "مداخلې او بې بنسټه" څرګندونو په غبرګون کې د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شوی دی.

د جرمني سفیر ته خبرداری ورکړل شوی چې د ملګرو ملتونو په غونډه کې شوې پرېکړه "غلطې او سیاسي" دي، چې ایراني ادارې یې ردوي  او په دې برخه کې به له شورا سره همکاري ونه کړي.

په تهران کې د جرمني سفیر موزیل ویلي چې د ایران پیغام به خپل  هېواد ته ورسوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د نوامبر په ۱۴ مه د ایران په اړه د جرمني د لومړي اولاف شولز د څرګندونو په غبرګون کې موزیل د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړی وو.

 

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ځانګړې غونډه کې چې د پنجشنبې په ورځ ترسره شوه، په ایران کې د سپټمبر له ۱۶مې راهیسې په روانو مظاهرو کې د امنیتي ځواکونو د مداخلې په برخه کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه خبرې وشوې.

د غونډې په پای کې، د پوښتنو د څیړلو لپاره د تحقیقاتي کمیټې د ګمارلو پریکړه لیک مسوده د ۲۵"هو" په مقابل کې د ۶"رد" رایو سره ومنل شوه.



اړوند خبرونه