په غزه کې په یوې ودانۍ کې د اورلګیدنې له امله ستره فاجعه رامنځته شوې ده
د غزې په شمال کې د جبالیه د کډوالو په کمپ کې په یوې ودانۍ کې د اورلګېدنې له امله ۲۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د غزې په شمال کې د جبالیه د کډوالو په کمپ کې په یوې ودانۍ کې د اورلګېدنې له امله ۲۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د فلسطین د کورنیو چارو وزارت په خپور کړي بیان کې ویلي چې د جبالیه کمپ په یوه ودانۍ کې اور لګېدلی رامنځته شوې وه.
د ملکي خوندیتوب ادارې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په هغه ودانۍ کې چې اور لګېدلی و، د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۲۱ تنو مړي موندل شوي دي. پدې پيښه کې د ټپیانو د شمیرې په اړه څه ندي ویل شوي.
د يادونې وړ ده، چې د ملکي خوندیتوب ټيمونو اورلګیدنه تر کنټرول لاندې راوستې او نورو ودانيو ته يې د خپرېدو مخه ونيوله.
د لومړنيو معلوماتو له مخې، اورلګېدنه په ودانۍ کې د ځاى پر ځاى شوي تېلو له امله رامنځته شوې او د پېښې په اړه څېړنې دوام لري.
د فلسطین ولسمشر محمود عباس د اورلګیدنې له پیښې وروسته د جمعې په ورځ په هیواد کې ملي ماتم اعلان کړ.
له بلې خوا تورکیې د غزې په جبالیه کې د کډوالو په کمپ کې د اورلګېدنې له امله خپل ژوند له لاسه ورکولو سره د خواخوږۍ پیغام خپور کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې ،
"په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د غزې د جبالیه د کډوالو په کمپ کې د نوامبر په ۱۷مه په یوه ودانۍ کې د اور لګېدو له امله د ماشومانو په ګډون ګڼو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ځیني ټپیان شوي دي. شهیدانو ته د خدای تعالی له درباره د فردوس جنت، د هغوی کورنیو، د فلسطین ورور ولس او د فلسطین دولت ته د تسلیت او خواخوږي مراتب وړاندې کوو او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هیله کوو."