په پاکستان کې د بارانونو او سیلاونو ل امله د مړو د ۹۱۰ تنو نه واوښته

په پاکستان کې د مون سون بارانونو له امله د راوتلو سیلابونو په پایله کې د مړو شمېر ۹۱۳ تنو ته ورسېد.

1872309
په پاکستان کې د بارانونو او سیلاونو ل امله د مړو د ۹۱۰ تنو نه واوښته

په پاکستان کې د مون سون بارانونو له امله د راوتلو سیلابونو په پایله کې د  مړو شمېر ۹۱۳  تنو ته ورسېد.

د پاکستان د اقلیم د بدلون وزیرې شیری رحمان د خپل  ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې د جون له ۱۴ راهیسې د سختو بارانونو له امله د راوتلو سیلابونو په نتیجه کې  وژل شویو کسانو شمیر ۹۱۳ تنو  ته لوړ شوی دی.

 شیري رحمان وويل، چې په وژل شويو ۹۱۳ کسانو کې ٣٢٦ يې ماشومان او ١٩١ يې ښځې دي. رحمان د دې په ټینګار سره وویل چې زرګونه خلک بې ځایه شوي دي.

هغې  دا وضعیت یو "بشري بحران" وباله.

رحمان محدودو منابعو او د دې تشې د ډکولو لپاره د ملي او نړیوالو شریکانو د ملاتړ اهمیت ته پاملرنه وکړه.

 بل  لوري ته د پاکستان لومړي وزیر  شهباز شريف په د ټولنیزې مډیا له لارې په اولس غږ کړى چې دسيلاب ځپلو خلکو سره مرسته وکړي اؤ ويلي يې دي چې حکومت د مرستو لپاره د څلورو میلیاردو  روپو ضرورت دى. د سندهـ صوبې لومړي وزیر مراد علي شاه هم په سکر ښار کې په یوه بیان کې ویلي چې ټوله صوبه په اوبو کې ډوبه شوې ده. شاه وويل، چې په صوبه کې د تېر کال د اګست مياشت په پرتله ۶۰۰ سلنه  زيات باران وریدلی دی.

"زموږ خوراکي توکي، خیمې او حتی لرګي خلاص شوي دي. ډیری سیمې بریښنا او طبیعي ګاز نلري.".  

شاه د دې خبرې په ټینګار وویله چې دوی په عاجله توګه یو میلیون خیمو ته اړتیا لري ، شاه د غیر دولتي سازمانونو او خیریه موسسو څخه د مرستې غوښتنه وکړه. د سختو بارانونو له امله د زیانمنو شویو کسانو لپاره اروپايي ټولنې د ۳۵۰ زره ډالرو او امریکا سل زره ډالره د مرستې اعلان کړی دی.



اړوند خبرونه