حوثي یو ځل بیا پر متحده عربي اماراتو د بالستیک توغندي برید وکړ
حوثي یاغیانو په متحده عربي اماراتو پداسې حال کې د بالستیک توغندي برید کړی دی چې دا هیواد د لومړي ځل لپاره د اسرائیل د ولسمشر کوربه توب کوي.
حوثي یاغیانو په متحده عربي اماراتو پداسې حال کې د بالستیک توغندي برید کړی دی چې دا هیواد د لومړي ځل لپاره د اسرائیل د ولسمشر کوربه توب کوي.
متحده عربي اماراتو ویلي دي چې د یمن د خاورې نه د حوثي یاغیانو لخوا راتول شوی بالستیک توغندی په هوا کې کشف او شنډ کړی دی.
د متحده عربي اماراتو د دفاع وزارت نن دوشنبه د جنوري ۳۱ مه نیټه د بیان په خپرولو سره وویل چې حوثي یاغیانو لخوا د اماراتو پر لورې راتوغول شوی بالستیک توغندی په هوا کې کشف او شنډ کړی دی. همداشان د شنډ شوي توغندي ټوټې او پارچې په یوې نامعلومه سیمه کې غورځیدلي دي.
په بیان کې دا ندي ویل شوي چې د توغندي دا برید په پلازمینه ابوظبي شوی وو او که د منځني ختیځ تر ټولو په ستر اقتصادي او تجاري مرکز دوبۍ ښار باندې.
د ویلو ده چې تیره ورځ په یمن کې د حوثي یاغیانو د پوځي څانګې ویاند د خپل ټویټر پاڼې له لارې ویلي چې د څو ساعتونو په دننه کې به پر متحده عربي اماراتو یو سلسله عملیات ترسره شي. هغه ویلي وو چې د عملیاتو په اړه معلومات به وروسته شریک کړي.
د یادولو وړ ده چې حوثي یاغیانو د جنوري په ۱۷ مه نیټه د متحده عربي اماراتو په پلازمینه ابوظبي ښار د ګنشمیر بالستیک توغندیو او ډرون الوتکو سره بریدونه کړي وو چې له امله يي ۳ تنه مړه او ۹ تنه نور ټپیان شوي وو.
ددینه وروسته متحده عربي اماراتو او د سعودي په مشرۍ د عرب ائتلاف جنګي الوتکو په یمن کې د حوثي یاغیانو تر کنټرول لاندې په سیمو پراخه هوايي بریدونه پيل کړل.