حوثي یاغیانو په متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان د بالستیک توغندیو بریدونه کړي

حوثي یاغیانو یو ځل بیا په متحده عربي اماراتو د بالستیک توغندیو بریدونه کړي.

1767229
حوثي یاغیانو په متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان د بالستیک توغندیو بریدونه کړي

حوثي یاغیانو یو ځل بیا په متحده عربي اماراتو د بالستیک توغندیو بریدونه کړي.

د متحده عربي اماراتو د دفاع وزارت نن اعلان وکړ چې  حوثي یاغیانو نن دوشنبه د جنوري ۲۴ مه نیټه د یمن د خاورې نه په ابوظبي  دوه بالستیک توغندیو بریدونه وکړل چې دواړه په هوا کې شنډ او له منځه یوړل شول.

ددې سره سم د سعودي  عربستان په مشرۍ عرب ائتلاف هم نن اعلان وکړ چې حوثي یاغیانو نن دوشنبه د جنوري  ۲۴ مه نيټه  د سعودي عربستان  د العسیر په ښار د بالستیک توغندي  برید کړی وو چې توغندی په هوا کې شنډ او له منځه یوړل شو.

د متحده عربي اماراتو رسمي خبري اژانس د دفاع وزارت له قوله لیکلي دي چې په ننیو بریدونو کې چاته ځاني او مالي زیان ندی اوښتی. توغندي په هوا کې شنډ شوي  او پارچې په ابوظبي ښار کې لویدلي دي.

همداشان د متحده عربي اماراتو د پلازمینې ابوظبي اوسیدونکو خبري رسنیو ته ویلي دي چې نن د سهار په ۴ بجو او ۱۵ دقیقو يي په اسمان کې د رڼاګانو شاهدي  وکړه او دفاعي  توغندیو غږونه واوریدل.

د ویلو ده چې حوثي یاغیانو لنډه موده مخکې د متحده عربي اماراتو په پلازمینې ابوظبي د بالستیک توغندیو او ډرون الوتکو سره بریدونه کړي  وو چې په نتیجه کې ۳ تنه مړه او ګنشمیر کسان ټپیان شوي وو.

د دې بریدونو نه وروسته د سعودي عربستان په مشرۍ عرب ائتلاف جنګي الوتکو په یمن کې د حوثي یاغیانو تر کنټرول لاندې پر سیمو ډیر ستر هوايي عملیات ترسره کړل.



اړوند خبرونه