په سعودي عربستان کې د اداري فساد او بډو په تور ۲۰۷ تنه ونیول شول
په سعودي عربستان کې د اداري فساد او بډو اخیستو په تور د بعضو وزارتخانو د کارکوونکو په ګډون ۲۰۷ تنه نیول شوي دي.
1688488
د سعودي عربستان د تفتیش او اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ادارې د اداري فساد، بډو او د دولتي دندې نه د ناوړه استفادې په څیر د ۸۷۸ دعواګانو په اړه تحقیقات پيل کړي دي.
د نوموړو تحقیقاتو په ترڅ کې د نوموړي هیواد د کورنیو چارو ، بهرنیو چارو ، عدلیې، روغتیا ، پوهنې او سوداګرۍ د وزارتونو د یو زیات شمیر کارکوونکو په ګډون ۲۰۷ تنه نیولي دي.
د نوموړو کسانو دوسیې عدلي مقاماتو ته سپارل شوي دي.
د ویلو ده چې د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز د ۲۰۱۸ میلادي کال د مارچ په میاشت کې په هیواد کې د اداري فساد او بډو د دعواګانو د څیړولو په خاطر د اداري فساد او بډو پر خلاف د مبارزې په خاطر د تفتیش او تحقیقاتو ځانګړې اداره جوړه کړه.
ددې ادارې مشري د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان په غاړه لري.