حوثي‌ یاغیانو پر سعودي‌ عربستان د انتحاري‌ ډرون الوتکو سره برید وکړ.

حوثي‌ یاغیانو لخوا پر سودي‌ عربستان د انتحاري‌ ډرون الوتکو سره برید شوی

1647936
حوثي‌ یاغیانو پر سعودي‌ عربستان د انتحاري‌ ډرون الوتکو سره برید وکړ.

 

سعودي‌ عربستان ویلي‌ دي‌ چې نن د حوثي‌ یاغیانو دوه انتحارې  ډرون الوتکې چې د خمیس مشیط ښار پر لورې  روان  وې له منځه یوړې.

د بله پلوه د حوثي یاغیانو د پوځي‌ څانګې ویاند یحیی سریع بیا ویلي‌ دي‌ چې د سعودي‌ عربستان د خمیس مشیط پر هوايي ډګر د  قاصف ۲ ډرون الوتکو سره برید کړی دی.

حوثي‌ یاغیانو ویاند ویلي‌ دي‌ چې دا بریدونه د سعودي‌ عربستان د بریدونو په غچ کې ترسره کړي‌ دي.

خو سعودي‌ عربستان بیا دا ادعاء رد کړې ده او ویلي دي‌ چې  دا ډرون الوتکې په هوا کې تثبیت او له منځه وړي‌ دي.

د ویلو ده چې سعودي‌ عربستان  تیره ورځ‌ هم د حوثي‌ یاغیانو د یوې انتحاري‌ ډرون الوتکې د لمنځه وړو نه خبر ورکړی وو.

حوثي‌ یاغیانو په ۲۰۱۴ کال کې د یمن د مشروع حکومت پر خلاف کودتا او پاڅون وکړ او په نتیجه کې د پلازمینې صنعا په ګډون یو زیات شمیر سیمې ونیولې. ددې په مقابل کې د یمن ولسمشر د سعودي‌ عربستان او خلیجو هیوادونو نه د مرستې غوښتنه وکړه. سعودي‌ عربستان په مشرۍ عرب ائتلاف په ۲۰۱۵ کال کې په یمن کې د حوثي‌ یاغیانو پر خلاف مبارزه پيل کړه.



اړوند خبرونه