د لیبیا لومړي وزیر فیض السراج د اعلان کړې استعفا د پریکړې نه لاس په سر شو.
د لیبیا لومړي وزیر د استعفا د پریکړې نه منصرف شو
د لیبیا د صدرات ویاند د خپل ټویټر پانې له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې لومړی وزیر السراج په لیبیا کې د سولې د روانو مذاکراتو د نتیجې ته د رسیدو پورې د استعفا د پریکړې نه لاس په سر شوی دی.
هغه ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې لومړي وزیر سراج د استعفا نه د لاس په سر کیدو پریکړه د طرابلس د پارلمان د استازو، عالي دولتي شورا، د لیبیا لپاره د ملګروملتونو ځانګړي دفتر او بعضو دوستو هیوادونو د مشرانو د غوښتنې له مخې کړې ده.
لومړی وزیر سراج به لږ تر لږه په لیبیا کې روانو د سولې مذاکراتو د پایته رسیدو پورې خپلې دندې ته دوام ورکړي.
په څرګندونو کې راغلي دي چې لومړي وزیر سراج د سولې او روغې جوړې او د روان بحران نه د وتو په خاطر د ډیالوګ او مذاکراتو کمیټې ته د شخصي ګټو او منافعو پر ځای د هیواد ګټو او د سیمه ایز او سمتي ګټو پر ځای د لیبیا د ټول خلکو ګټې په نظر کې نیولو او ستر مسئولیت د احساسولو هدایت کړی دی.
د ویلو ده چې د لییبا لومړي وزیر سراج د سپټمبر په ۱۶ مه نیټه ویلي وو چې د اکتوبر میاشتې په وروستیو کې به د خپلې دندې نه استعفا وکړي.