د لبنان د عدلیې وزیر هم استعفا وکړه
په لبنان کې د عدلیې وزیر د بیروت په بندر کې د زورورې چاودنې نه وروسته استعفا وکړه.
د لبنان د عدلیې وزیر تیره اونۍ په بیروت کې د رامنځته شوې درندې چاودنې نه وروسته نن د وزیرانو د شورا د غونډې نه مخکې له خپلې دندې استعفا وکړه. د لبنان د وزیرانو د شورا په ننۍ غونډه کې د نوموړې چاودنې په مسئلې غور کیږي.
د عدلیې وزیر وویل چې د استعفا پریکړه يي په پلازمینه بیروت کې د جوړو شوو مظاهرو نه وروسته وکړه .
د ویلو ده چې پرون د لبنان د چاپیریال او معلوماتو وزیرانو نه وروسته د عدلیې وزیر دریم وزیر وو چې لومړي وزیر ته يي خپله استعفا وړاندې کړه.
د ویلو ده چې په لبنان کې د رامنځته شوې خونړۍ چاودنې په غبرګون کې د وزیرانو سربیره د پارلمان ۶ تنو وکیلانو هم د خپلو دندو نه استعفا کړې ده .
د اګست په څلورمه د تیرې سې شنبې په مازیګر ساعتونو کې په پلازمینه بیروت کې د بیروت په بندر کې یوه ډیره ستره چاودنه وشوه چې له امله يي ۱۵۸ تنه مړه او څه بندې ۶۰۰۰ زره تنه نور ټپيان شوي دي.