په طرابلس کې په هوايي برید کې د وژل شوو ۳۰ تنو محصلینو لپاره د جنازې مراسم جوړ شول
د لیبیا په پلازمینه طرابلس کې تیره ورځ په حربي ښوونځي د ترسره شوي هوايي برید په نتیجه کې وژل شوو ۳۰ تنو زده کوونکو لپاره د زرګونو تنو په ګډون د د جنازې ځانګړي مراسم جوړ شول.
په زرګونو تنه چې د طرابلس د شهیدانو په میدان کې سره راټول شوي وو د مخالف ملیشه ځواکونو خلیفه حفتر او د هغه د ملاتړ کوونکو هیوادونو مصر او متحده عربي اماراتو پر خلاف شعارونه ورکول. نوموړو په زرګونو تنو د مصر او متحده عربي اماراتو سره د ټولو اړیکو د پرې کولو غوښتنه کوله.
د لیبیا د ملي وفاق حکومت د عالي دولتي شورا رئیس خالد میشري دلته راټولو شوو په زرګونو تنو ته په وینا کې وویل چې " نن د مصر او متحده عربي اماراتو سره د ټولو اړیکو د پرې کولو او ددې دوو هیوادونو پر خلاف د جګړې د اعلانولو غوښتنه کوو. خپله دا غوښتنه به نن حکومت ته وړاندو کړو."
د نوموړي حربي ښوونځي قومندان سید المالتي په خپله وینا کې وویل چې پدې حربي ښوونځي کې ۳۵۰ تنه محصلین په پوځي زده کړو بوخت دي.
هغه په ملګروملتونو سازمان د ډیرې سختې نیوکې سره وویل چې پر مونږ ملنډې وهي. ملګروملتونو سازمان نوموړی برید وغنده خو په خپور کړي بیان کې ددې برید د فعالینو نه یادونه نده کړې. ټول پدې ښه پوهیږي چې دا برید د چا لخوا شوی دی خو سترګې پرې پټوي.
د یادولو وړ ده چې د خالي د ورځې په ماښام ساعتونو کې د لیبیا د کودتاچي جنرال خلیفه حفتر د ملاتړ کوونکو هیوادونو جنګي الوتکو د طرابلس په ختیځ کې په حربي ښوونځي هوايي بریدونه وکړل چې په نتیجه کې ۳۰ تنه زده کوونکي مړه او ۳۳ تنه نور ټپيان شول.
طرابلس د تیرو لسو میاشتو راهیسې د سعودي عربستان، مصر، متحده عربي اماراتو، فرانسې او روسیې د قوي ملاتړ نه برښمند د کودتاچي جنرال خلیفه حفتر تر بریدونو لاندې قرار لري.