په سوریه کې  پر ایراني  او ایراني پلوه ځواکونو  هوايي بریدونه شوي.

په سوریه کې د ایراني ځواکونو پر موضعګانو هوايي برید شوی دی

1265934
په سوریه کې  پر ایراني  او ایراني پلوه ځواکونو  هوايي بریدونه شوي.

 

په سوریه کې د بشري حقونو نه د څار سازمان چې مرکز يي په انګلستان کې دی  ویلي دي چې نن د سهار په وختي ساعتونو کې  د عراق پولو ته نږدې  په سوریه کې د ایراني ځواکونو او ایراني پلوه ځواکونو پر موضعګانو  هوايي بریدونه شوي دي.

یاد شوي سازمان ویلي دي چې پدې بریدونو کې  ۱۸ تنه ایراني او ایراني پلوه جنګیالي وژل شوي دي.

بریدونه د ایران د سپاه پاسدارن د ځواکونو  او ایراني پلوه ملیشو  پر هدفونو شوي دي.

پدې بریدونو کې د ۱۸ تنو جنګیالیو د وژل کیدو سربیره د ایراني ځواکونو یو زیات شمیر پوځي  وسایل هم  له منځه تللي دي.

دا لا معلومه نده چې برید د چا لخوا شوی دی. بریدونه  د دیرالزور  ولایت  په اطرافو کې  د ابوکمال په سیمه کې شوي دي.

ایران  د نوموړو بریدونو په اړه تر اوسه پورې څه ندي ویلي.



اړوند خبرونه