د جمال قاشقچي زوی امریکا ته لاړ
د جمال قاشقچي زوی صالح قاشقچي امریکا ته سفر کړی
په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې د وژل شوي سعودي ژورنالست جمال قاشقچي زوی صالح بن جمال قاشقچي تیره ورځ امریکا متحده ایالتونو ته سفر وکړ.
د ویلو ده چې د جمال قاشقچي په زوی چې د امریکا او سعودي دوه ګوني تابعیتونه لري د سعودي عربستان نه ممنوع الخروج شوي وو.
د امریکا د خبري رسنیو د خبر له مخې د جمال قاشقچي زوی صالح بن جمال قاشقچي چې د امریکا او سعودي دوه ګوني تابعیتونه لري تیره ورځ د سعودي عربستان نه جلا امریکا ته ته سفر وکړ. د ویلو ده چې نوموړي څو میاشتې مخکې هم امریکا ته د سفر تکل کړی وو خو سعودي عربستان حکومت ورته اجازه نوه ورکړې.
ویل کیږي د هغوې په کورنۍ د سعودي عربستان نه په وتو بندیز لګول شوی وو.
دا چې نوموړي ته څه رنګ امریکا ته د سفر اجازه ورکړ شوې پدې تر اوسه پورې څوک نه پوهیږي.
د قاشقچي زوی د امریکا په ویرجینیا ایالت کې ژوند کوي.