برهم صالح د عراق د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو.
د عراق پارلمان بالاخره نوی ولسمشر انتخاب کړ
د عراق د کردستان د وطندوستانو یووالي د ګوند نوماند برهم صالح په پارلمان کې د ۲۱۹ رایو په ترلاسه کولو سره د ولسمشر په توګه وټاکل شو.
د ویلو ده چې د عراق په پارلمان کې تیره ورځ د ولسمشر د ټاکلو په خاطر ټاکنې وشوې.
په عراق کې د ولسمشرۍ لپاره ۷ تنو ځان کاندید کړی وو چې د ټاکنو په لومړني پړاو کې د کاندانو نه هیڅ یو هم ونشو کولای چې ټاکل شوی نصاب پوره کړي.
همداشان ټاکنې دویم پړاو ته وغځیدې.
په دویم پړاو کې بیا د پارلمان د ۳۲۹ تنو وکیلانو نه ۲۷۲ تنو په ټاکنو کې ګډون وکړ چې د کوردستان د وطندوستانو د یووالي د ګوند کاندید برهم صالح د ۲۱۹ رایو په ترلاسه کولو سره د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو.
د ویلو ده چې پدې ټاکنو کې د برهم صالح ستر رقیب د کوردستان د ډیموکراټ ګوند کاندید فواد حسین یواځې ۲۲ رایې ترلاسه کړې.
د ویلو ده چې د ټاکنو په لومړني پړاو کې د برهم صالح ۱۶۵ رایې، فواد حسین ۸۹ رایې او خپلواکه ښځینه نوماندې سیروه عبدالوحید ۱۸ رایې ترلاسه کړې.
همداشان په دویم پړاو کې بیا برهم صالح د ۲۱۹ رایو په ترلاسه کولو سره خپلو رقیبانو ته ماتې ورکړه او د ولسمشر په توګه وټاکل شو.
د عراق نوی ولسمشر د ټاکل کیدو نه وروسته لوړه وکړه.
هغه د لوړې په وینا کې په ټینګار سره وویل چې د عراق ملي یووالی به محفوظ وساتي. هیچاته به اجازه ورنکړي چې ملي یووالي ته زیان ورسوي.
هغه وویل چې زه یواځې د یو ګوند یا یو قوم نه بلکې ټول عراق ولسمشر یم او انشاالله چې دا به ثابته کړم.
د بله پلوه د عراق نوي ولسمشر د لوړې نه وروسته د حکومت د جوړولو دنده مستقل شیعه وکیل عادل عبدالمهدي ته وسپارله.
د ویلو ده چې عبدالمهدي د شیعه ګانو د عالي اسلامي شورا د بڼسټ ایښودونکو نه وو چې وروسته يي له خپلې دندې استعفا وکړه.
عبدالمهدي د عراق د پخواني ولسمشر جلال طلباني په دوره کې د ولسمشر د مرستیال او د حیدر العبادي د حکومت په دوره کې بیا د نفتو د وزیر په توګه دنده ترسره کوله. وروسته عبدالمهدي د خپلو ټولو دندو نه استعفا وکړه.
عادل عبدالمهدي باید د یوې میاشتې په دننه کې کابینه جوړه او ولسمشر ته يي وړاندې کړي.