په سعودي کې د کعبې د امامانو نه يو ونيول شو

سعودي د کعبې يو تن امام شيخ صالح نيولې دی

1037475
په سعودي کې د کعبې د امامانو نه يو ونيول شو

په سعودي عربستان کې د کعبې شريفې امام خطيب ونيول شو. 

په سعودي عربستان کې د مخورو عالمانو نه د کعبې شريفې امام خطيب شيخ صالح الطالب د حکومت په وروستيو سياستونو د نيوکې له امله ونيول شو. 

د ويلو ده چې نوموړي په يوې خطبه کې ويلي وو چې په کنسرتونو کې د ښځو او نارينو ګد ګډون او په ګډه ساعت تيري د اسلام مبارک دين له نظره جايز کار ندی.  

په سعودي عربستان کې د ديني عالمانو او واعظانو د زنداني کيدو د اسناد خپرونکې د فکري معبوسينو په نامه مدني ټولنې ويلي دي چې د کعبې د امامانو نه شيخ صالخ الطالب د تيرې يکشنبې په ورځ هله ونيول شو چې په يو وعظ کې د حکومت په وروستيو سياستونو د نيوکې سره ويلي وو چې په کنسرتونو او دا ډول نورور ټوليزو مرکزونو کې د ښځو او نارينو په ګډه ګډون او ساعت تيري د اسلام له نظره جايز عمل ندی.

يادې شوې ټولنې ويلي دي پداسې حال کې چې د کعبې امام د عربستان په شاهي کورنۍ مخامخې نيوکې هم ندي کړي خو د غير مستقيمو نيوکو له امله نيول شوی دی.

سعودي عربستان مقاماتو بيا تر اوسه پورې پدې اړه څه ندي ويلي.

د بله پلوه په سعودي کې د بشري حقونو يو تن مدافع يحيی عصيري بيا ويلي دي چې د سعودي عربستان حکومت په هيواد کې ټول بانفوذه او مخور کسان د نږدې تعقيب لاندې نيولي دي.

د سعودي عربستان وليعهد شهزاده محمد بن سلمان پدي وروستيو کې په هيواد کې د ازاديو په برخه کې جدي اصلاحات رامنځه کړي دي . 

په سعودي عربستان کې د لومړي ځل لپاره ښځو ته په کنسرتونو ، د فوټبال لوبغالو ته د تګ او په دفترونو کې د نارينو سره په ګډه د کار کولو اجازه ورکړل شوه.



اړوند خبرونه