اسراییلو  یو ځل بیا په سوریې  درانده  هوايي او مځکني  بریدونه وکړل.

اسراییلو پر سوریې بیا درانده بریدونه وکړل

967634
اسراییلو  یو ځل بیا په سوریې  درانده  هوايي او مځکني  بریدونه وکړل.

 اسراییلو  یو ځل بیا په سوریې  درانده  هوايي او مځکني  بریدونه وکړل.

د اسراییلو  ټوپخانې  د سوریې په  سویل کې د القنیطره  د ولایت اړوند  د باس  او حضر  په سیمو  درانده بریدونه وکړل.

همداشان  د بشار اسد پلوي ځواکونو  د نوموړو بریدونو په مقابل کې د جولان په ټپو کې  د اسراییلو په هدفونو  متقابل  بریدونه وکړل.

اسراییلو  د اسد د متقابل بریدونو په ځواب کې  د القنیطره  د ښار شمال لوري ته  د تل احمور  په سیمه  هوايي بریدونه وکړل.

د ویلو ده چې  د بریدونو نه وروسته  په جولان ټپو کې د اسراییلو تر اشغال لاندې په سیمو کې د خطر زنګونه  وغږول شول.

د ویلو ده چې  اسراییلو  پرون هم  په سوریه کې د اسد او ایراني ځواکونو  بریدونه کړي وو چې له امله يي  لږ تر لږه  ۱۵ تنو  ژوند  د لاسه ورکړی وو.

د تیرې شپې په بریدونو کې د مرګ ژوبلې په اړه څه ندي  ویل شوي.

د اسراییلو  د دفاع وزیر  د د تیره میاشت  ویلي وو چې په سوریه کې به د ایران پوځي موجودیت ته  اجازه ورنکړو.



اړوند خبرونه