د سوریې د حاما  په ښار کې  د اسد رژیم اړوند  د مهماتو په ډیپو کې  زورورې چاودنې وشوې.

په سوریه کې د اسد رژیم او ایراني ځواکونو د وسلو او مهماتو پر ډیپوګانو برید شوی دی

960866
د سوریې د حاما  په ښار کې  د اسد رژیم اړوند  د مهماتو په ډیپو کې  زورورې چاودنې وشوې.

د سوریې د حاما  په ښار کې  د اسد رژیم اړوند  د مهماتو په ډیپو کې  زورورې چاودنې وشوې.

د ترلاسه شوي رپوټ له مخې پیښه  تیره شپه  په ځايي وخت  د شپې د لسو بجو په شاوخوا کې رامنځته شوه.

د لومړنیو  معلوماتو له مخې  چاودنې  په سیمه کې د اسد رژیم او ایران د انقلاب ساتوونکو ځواکونو  د وسلو او مهماتو پر ډیپوګانو  د برید  په پایله کې رامنځته شوي دي.

په سیمه کې پرله پسې  ډیرې زورورې چاودنې شوي دي. پدې چاودنو کې  لږ تر لږه ۳۸ تنه مړه  او ۵۷ تنه نور ټپيان شوي دي.

د سوریې رسمي خبري اژانس  د نوموړو  بریدونو نه  د دښمنانو د تعرض په توګه یادونه کړې ده . د سوریې دولتي تلویزیون  بیا  د حاما ښار سربیره  د حلپ په مربوطاتو کې  د اسد او ایراني ځواکونو په هډو  د راکټي او توغندیزو بریدونو نه خبر ورکړی دی.

په سوریه کې د بشري حقونو نه د څار سازمان چې مرکز يي په لندن کې  دی  د پیښې پخلی کړی دی او ویلي دي چې  پدې بریدونو کې په لسګونو تنه  وژل شوي دي.

دا لا معلومه نده چې  برید د چا لخوا شوی دی.

همداشان  په سیمه کې د چاودنو  په پایله کې د ۲ عشاریه ۶ په لویوالي سره  د زلزلې د رامنځته کیدو نه هم خبر ورکړ شوی دی.

د بریدونو مسئولیت  تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.

د یادولو وړ ده چې  تیره میاشت  د اسراییلو لخوا  په سوریه کې  د اسد رژیم  او ایراني ځواکونو اړوند د ټي ۴ په هوايي هډې  توغندیز بریدونه شوي وو.

همداشان  د اسراییلو د دفاع وزیر  تیره اوونۍ  د سعودي عربستان د ایلاف په نامه  د ورځپاڼې  سره  په مرکه کې ویلي وو چې « په هر قیمت چې کیږي په سوریه کې به ایران ته د پوځي  هډو جوړولو  او عسکري نفوذ ته اجازه ورنکړو. »



اړوند خبرونه