د يمن د پخواني ولسمشر د وژل كېدو په اړه د سعودي غبرګون
په يمن كې ددې هېواد د پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح د وژل كېدلو په اړه د سعودي عربستان لخوا لومړنى غبرګون خپور شو.
861988
په يمن كې ددې هېواد د پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح د وژل كېدلو په اړه د سعودي عربستان لخوا لومړنى غبرګون خپور شو.
د سعودي عربستان د كابينې د غونډې نه وروسته په خپره شوې اعلاميه كې راغلي دي چې د يمن اداره بايد نوره د حوثيانو نه وژغورل شي او عربانو ته بېرته را وګرځي.
په اعلاميه كې پر حوثيانو تور لګول شوى دى چې د ايران په ملاتړ سيمه بې ثباته كوي.
ددې هېواد د رسمي خبري آژانس اېس پي اېې د خبر پر اساس راغلي دي چې `` هيله لرو چې ګاونډى يمن بېرته د عربانو ليكې ته را ستون شي.``
په اعلاميه كې كه څه هم د صالح نوم نه دى ذكر شوى خو په كې راغلي دي چې د حوثيانو پر وړاندې وسله واله مبارزه به د ورور هېواد يمن خلك د مرګ له ګواښه، بريدونو او چادونو نه وژغوري.