د يمن پخوانى ولسمشر ووژل شو.

د يمن پخوانى ولسمشر علي عبدالله صالح په خپل كور كې د يوې بمي چاودنې په پايله كې ووژل شو.

861174
د يمن پخوانى ولسمشر ووژل شو.

 

 

ويل كيږي  چې دا چاودنه په يمن كې د حوثي شيعه جنګياليو لخوا ترسره شوې ده.

د الجزيرې د معلوماتو پر اساس  په پلازمېنه صنعا كې د علي عبدالله صالح كور د چاودېدونكو موادو په واسطه چاودول شوى دى چې په پېښه كې ساتونكي هم وژل شوي دي.

ويل كيږي چې په صنعا كې د حوثي جنګياليو او د صالح د پلويانو ترمېنځ څو ورځې وړاندې نښتې پيل شوې وې.

صالح څرګنده كړې وه چې د سعودي عربستان لخوا پر يمن باندې د لګېدلو بنديزونو د لرې كېدلو په صورت كې ددې هېواد د چارواكو سره خبرواترو ته تيار دى.

علي عبدالله صالح د يوې اوږدې مودې لپاره د هېواد ولسمشر و چې په ۲۰۱۴م كال كې له دندې لرې شو.



اړوند خبرونه