سعودي عربستان ۳ تنه ایراني سرتیري نیولي دي.
سعودي عربستان او ایران ترمنځه اړیکې لا پسې خړې شوې
755826
سعودي عربستان ۳ تنه ایراني سرتیري نیولي دي.
د سعودي عربستان او ایران ترمنځه کړکیچ د سعودي عربستان لخوا د ایراني سرتیرو د نیولو سره لا پسې لوی شو.
سعودي عربستان تیره ورځ ۳ تنه ایراني سرتیري چې د یوې کوچنۍ کښتۍ سره د مرجان د نفتو سیمې ته رانږدې شوي وو ول ونیول.
د سعودي عربستان د معلوماتو وزارت پدې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې د مرجان د نفتو په سیمه کې ۳ تنه ایراني سرتیري نیولي او ۲ تنه نور په تیښته بریالي شوي دي.
د بله پلوه ایران د کورنیو چارو وزارت بیا د سعودي عربستان لخوا د ایراني سرتیرو د نیولو ادعا رد کړې ده او ویلي دي چې زمونږ سرتیري د هیچا لخوا ندي نیول شوي.