ایران د خپل ګرځندوی سکتور د پیاوړتیا او ودې په موخه یو ډیر مهم ګام اوچت کړ.

ایران د ۲۸ هیوادونو د اتباعو لپاره په یو اړخیزه توګه د ویزې معافیت رامنځته کړ

2095669
ایران د خپل ګرځندوی سکتور د پیاوړتیا او ودې په موخه یو ډیر مهم ګام اوچت کړ.

ایران د خپل ګرځندوی سکتور د پیاوړتیا او ودې په موخه یو ډیر مهم ګام اوچت کړ.

ایران اعلان وکړ د ګرځندوی سکتور د بیا ژوندي کولو لپاره،  د فبرورۍ له څلورمې نیټې څخه یې د ۲۸ هیوادونو لپاره  په یو اړخیز ډول ویزې لغوه کړې.

د ایران د رسمي خبري اژانس ایرنا د راپور له مخې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال علي رضا بیګدلي ویلي دي چې د ځینو هیوادونو د اتباعو لپاره د سیاحت په مقصد ایران ته د سفر لپاره په یو اړخیزه توګه د  ویزې د معافیت حکم اړوندو ادارو ته استول شوی دی.

بیګډیلي وویل چې د ویزې معافیت به د سعودي عربستان، قطر، متحده عربي اماراتو بحرین، اوزبیکستان، تونس، تنزانیا، جاپان، اندونیزیا، سینګاپور، برازیل، صربستان، بوسنیا او هرزیګوینا، بیلاروس  او هند په ګډون ۲۸ هیوادونو ته تطبیق شي.

ایراني چارواکي وویل چې هندي اتباع کولی شي  د ۲۸ مستثنی هیوادونو څخه پرته له ویزې ته د هوا له لارې ایران ته ننوځي . همداشان هندي اتباع له لارې ایران ته د سفر لپاره باید ویزه ترلاسه کړي.

بیګډیلي وویل، "په دې اساس، د دغو ۲۸ هیوادونو اتباع  د ۲۰۲۴ کال د فبروري د میاشتې د ۴ مې نیټې نه په اعتبار سره ایران ته  د سیاحت لپاره په موخه د  سفر لپاره ویزې ته اړتیا نلري. دوې کولی شي چې پرته د ویزې ایران ته سفر وکړي."


پيوندونه: #ویزې , #ګرځندوی , #ایران

اړوند خبرونه