اسرائیلو په سوریه کې د ایران د سپاه پاسدارن یو مهم قوماندان رضا موسوي وواژه.

اسرائیلو د سوریې د پلازمینې دمشق ته نږدې د زینبیه  په سیمه کې د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو په یو مرکز برید وکړ

2080726
اسرائیلو په سوریه کې د ایران د سپاه پاسدارن یو مهم قوماندان رضا موسوي وواژه.

اسرائیلو په سوریه کې د ایران د سپاه پاسدارن یو مهم قوماندان رضا موسوي وواژه.

اسرائیلو د سوریې د پلازمینې دمشق ته نږدې د زینبیه  په سیمه کې د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو په یو مرکز برید وکړ. په برید کې د سپاه پاسداران ځواکونو یو تن مشهور قوماندان چې د قاسم سلیماني له صلاکارانو څخه هم وو ژوند د لاسه ورکړی دی.

ایران د اسرائیلو ددې برید په اړه ډیر سخت غبرګون وښود او ګواښ يي وکړ چې د رضی موسوي غچ به ډیر سخت واخلي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د اسرائیلو لخوا د رضا موسوي د وژلو په غبرګون کې وویل ، دوی به خامخا د دغه جنایت بیه ډیره ګرانه پرې کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې کې د اسرائیلو نه خامخا ددې برید د غچ اخیستو نه یادوه کړې ده . هغه ویلي دي چې  "تل ابیب دې د  معکوس شمیرنې  انتظار وکړي."

د سپاه پاسداران د پوځ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې اسرائیل به د هغه څه بدل ډیر ګران پرې کړي چې ترسره کړي دي.

د ویلو ده چې رضا موسوي د ایراني جنرال قاسم سلیماني له نږدې ملګرو څخه دی چې په ۲۰۲۰ کال کې په عراق کې د امریکا په برید کې ووژل شو.

موسوي په سوریه کې د سپاه پاسدارن پوځ د  "لوړپوړي پوځي سلاکار" په توګه دنده ترسره کوله.



اړوند خبرونه