پاکستان هندوستان ته خبرداری ورکړ.
د پاکستان او هند ترمنځه اړیکې ښې پسې خرابې شوي دي
پاکستان ویلي دي د هند له لورې هر ډول برید ته به د خپل ټول قوت او توان سره ډیر سخت ځواب ووايي.
د اټومي طاقتونو دوو ګاونډیو هیوادونو پاکستان او هندوستان ترمنځه په اړیکو کې ترینګلتیا دوام لري.
د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور نن خبري غوندې په ترڅ کې هندوستان ته خبرداری ورکړ.
هغه وویل چې د هندوستان له لوري هر ډول برید ته به د خپل ټول قوت او توان سره ډیر سخت ځواب ووایي.
هغه وویل چې د هندوستان سره د جګړې د پیلولو په څیر کوم نیت نلرو خو د هندوستان له لوري هر ډول برید ته به ډیر قوي ځواب ورکړو.
د یادولو وړ ده چې د فبروري په ۱۴ مه نيټه د هند تر کنټرول لاندې په جمو کشمیر کې په هندي ځواکونو د خونړي ځانمرګي برید نه وروسته چې ۴۴ تنو هندي سرتیرو پکې ژوند د لاسه ورکړ د هند او پاکستان ترمنځه خرابې اړیکې لا پسې خرابې شوي دي.
هند ادعا کوي چې دا برید د پاکستان په ملاتړ ترلاسه شوی دی خو پاکستان بیا د هند دا تورونه ردوي.