په پاکستان کې د پښتو ژبې یوه بله نامتو سندرغاړې ووژل شوه.
د پاکستان نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې د پښتو ژبې نامتو سندر غاړې او سینما هنرمنده ریشم خان د خپل میړه لخوا ووژل شوه.
۳۵ کلنې ریشم خان ۹ میاشتې مخکې د وقاص په نامه د یو تن سره واده کړی وو.
نوموړې د خیبرپښتونخوا ایالت مرکز پیښور ښار د نوشهره ولسوالۍ د داودزي اکبرپوره د سیمې اوسیدونکې وه.
پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې وقاص نومي قاتل د ریشم خان سره د واده نه وروسته تل هغه وهلې او ډبولې چې دادې خبره يي تر وژلو ورسیده.
پولیسو ویلی دي چې د ریشم خان میړه وقاص د پيښې نه وروسته تښتیدلی دی . د ریشم خان خور د داود زي اکبرپوره د سیمې د پولیسو په مرکز کې د هغه پر خلاف اقامه د دعوا کړې ده .
د مقتولې ریشم خان خور پولیسو ته ویلي دي چې د ریشم خان د مړي د پریمنځلو پر مهال يي د هغه په وجود کې پرهرونه او ټپونه لیدلي دي. ددینه وروسته يي مړی روغتون وړی او د ډاکټرانو نه يي پدې اړه رسمي راپور اخیستی دی.
هغې ویلي دي چې د ریشم خان او وقاص ترمنځه د څو میاشتو راهیسې اړیکې ښې نوې او هغه به تل ریشم خان وهله او ډبوله. یوه څه موده مخکې ددوې ترمنځه روغه جوړه شوې وه.
د ویلو ده چې دا لومړی ځل ندی چې په پیښور کې سندر غاړې د خپل میړه لخوا وژل کیږي. ددینه مخکې د پښتو ژبې بله نامتو سندر غاړې غزاله جاوید هم د خپل میړه لخوا وژل شوې وه.
همداشان د روان کال د فبروري په میاشت کې هم په مردان کې د سنبل په نامه فلمي اداکاره په ډزو ووژل شوه.