د ټي آر ټي خپلې او مشترګو پروژو د نړۍ او هیواد په کچه مهم بریالیتوب ترلاسه کړ
د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون لخوا تولید شوي او په ګډه جوړ شوي فلمونه په ملي او نړۍواله کچه یو د بل پسې بریالیتوب ترلاسه کوي.
د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون ( ټي آر ټي ) د ګډو پروژو نه د « عمر او مونږ » په نامه فلم د هارلم د فلمونو په نړۍوال فیستیوال کې تر ټولو د ښه بهرني فلم جایزه ترلاسه کړه. همداشان د ماوزر او د چارمغز ونه په نامه فلمونو د ادانا د فلمونو په نړۍوال فیستیوال کې په ۵ جلا جلا برخو کې جایزې ترلاسه کړې.
د ترکیې ملي راډیو تلویزیون ویلي دي چې د ټي آر ټي لخوا په یواځې تولید شوي او په ګډه تولید شوي فلمونه په کورنيو او بهرنیو فیستیوالونو کې لاسته راوړنو ته دوام ورکوي.
سږ کال د اکتوبر په لومړۍ نیټه جوړیدونکي د مسکو د فلمونو د فیستیوال په سیالۍ کې به د ایردم تپه ګوز لخوا په مشرۍ د ترکیې د ګډو فلمونو نه د « د سیورو په منځ کې » په نامه فلم ګډون وکړي.
ددې فیستیوال نه سمدلاسه وروسته به د ټي آر ټي یو بل د انتالیا د سروزور د مالتې د فلمونو په نړۍوال فیستیوال په ملي سیالۍ کې ګډون وکړي. پدې فلم کې د هیواد نامتو هنرمند نعمان اجر چې په یو زیات شمیر بهرنیو فلمونو او ډرامو کې رول اخیسی دی کار وکړي.
د بله پلوه د عمر او مونږ فلم د امریکا د نیویارک په ښار کې هم جایزه ترلاسه کړې ده .
دا فلم به د سپټمبر په ۲۶ مه نیټه د اسپانیا د فلمونو په فیستیوال کې د کډاولو د فلمونو په سیالۍ کې ګډون وکړي او د اکتوبر په ۳ مه نیټه جوړیدونکي د اوکراین د د اودیسا د فلمونو په فیسیتیوال کې ګډون وکړي.
همداشان د تي آر ټي د ګډو فلمونو نه د صندوق فلم سبا نندارې ته وړاندې شي.