د ترکیې  تر ټولو ستر کتابتون " د ولسمشرۍ د ملت کتابتون " د پنجشنبې پر ورځ پرانیستل کیږي.

د ترکېې تر ټولو ستر کتابتون د ولسمشر اردوغان لخوا پرانیستل کیږي

1361574
د ترکیې  تر ټولو ستر کتابتون " د ولسمشرۍ د ملت کتابتون " د پنجشنبې پر ورځ پرانیستل کیږي.

 

ددې کتابتون په جوړولو کې چې   د سلجوقیانو، عثماني او مدرنۍ معمارۍ نه کار اخیستل شوی دی د راتلوونکې پنجشنبې پر ورځ د ولسمشر رجب طیب اردوغان لخوا پرانیستل کیږي. دا کتابتون به د اونۍ ۷ ورځۍ  او ۲۴ ساعته پرانیستی وي.

ددې کتابتون د جوړولو چارې  چې په ۲۰۱۶ کال کې  پیل  شوې وې سرته رسیدلي دي. دا کتابتون د ۱۲۵ زره متر مربع په لویوالي سره  جوړ شوی دی. دا کتابتون په یو وخت ۵ زرو تنو د خدمت ورکولو په ظرفیت جوړ شوی دی.

پدې کتابتون کې ۴ میلیونه چاپ شوي، ۱۲۰ میلیونه الکترونیک او ۵۵۰ انټرنیټي  اثار شتون لري.

سربیره  پر دې  پدې  کتابتون  کې چې  د یو زیات شمیر الکترونیکو موخذونو غړیتوب هم  لري د سلو مختلفو هیوادونو نه  په ۱۳۴ ژبو چاپ شوي کتابونه او ۱۲۰ میلیونه مقالې او راپور چې اوږدوالی ۲۰۱ کیلومترو ته رسیږي په رفونو کې  ځای په ځای شوي دي.

پدې کتابتون کې ځانګړي کولیکسینونه ، نادر اثار، قلمي اثار،فرمانونه ، نقشې، عسکونه  او یو زیات شمیر نور تاریخي اثار لوستونکو خدمت ته وړاندې کیږي.

ددې کتابتون تر ټولو په زړه پورې برخه غږیزو او تصویري اثارو برخه ده.

دا برخه د لسو زرو غږیزو او تصویري اثارو خاونده ده. اوریدونکي کولای شي  چې پدې برخه کې  فلمونه، موسیقۍ او مستندو ارشیفونو ته په ډیره اسانه توګه لاس رسی  پیدا کړي.

همداشان پدې کتابتون کې به ماشومانو او ځوانانو ته د ځیرکې تکنالوژۍ، سایبري امنیت، حقیقتونو، کوډونو او یو زیات شمیر نورو برخو کې هم روزنیز کورسونه جوړ کړی شي.

د ویلو ده چې دا کتابتون د ترکیې تر ټولو لوی کتابتون دي. همداشان دا کتابتون د نړۍ د ګوتو په شمیر د کتابتونو نه یو  دی.



اړوند خبرونه