اروپايي هېواد خپل نوم بدل كړ.

د لومړي  ځل لپاره يو اروپايي هېواد په خپله خوښه خپل رسمي نوم بدلوي.

523254
اروپايي هېواد خپل نوم بدل كړ.

اروپايي هېواد خپل نوم بدل كړ.

 

د چك جمهوريت په رسمي توګه خپل نوم په `چكيا` بدل كړ.

ددې هېواد مقاماتو خپل رسمي نوم د ملګري ملتونو شورا ته په شپږ ژبو يعنى انګليسي، عربي، روسي، جرمني، فرانسوي او چينايي باندې په لېكلې بڼه وړاندې كړ.

د پراګ ادارې پخوا څرګنده كړې وه چې د خپل هېواد نوم به بدل كړي. پدې اړه حكم تېره ورځ ددې هېواد په رسمي جريده كې خپور شو.

د چك د كلمې ليكلي بڼه په انګليسي او نورو ژبو باندې سخته وه. ددې هېواد د بهرنيو چارو د وزارت وياند څرګنده كړه چې تر دې وروسته به د هېواد د نوم د ليكلو په برخه كې سټندر رامنځته شي.

وياند زياته كړه چې د يو هېواد د پېژندۍ لپاره د سمبولونو ترڅنګ د اسانه نوم درلودل هم شرط دي.  



اړوند خبرونه