د انرژۍ اجنډا
د انرژۍ اجنډا
تورکیه د ترهګرۍ پر وړاندې په دوامداره توګه خپلې مبارزې ته دوام ورکوي. ولسمشر رجب طیب اردوغان په هر فرصت کې ددې خبرې ټینګار وايي چې په سرحدي کرښه کې به د "ترهګرۍ کمربند" جوړولو ته به اجازه ورنکړي. د همدې هدف په رڼا کې ، انقره په دوامداره توګه د عراق او سوریې په شمال کې د ترهګرۍ پر ضد عملیات ترسره کوي.
په ځانګړې توګه د عراق د شمال نه پیل او د سوریې شمالي سیمو په ګډون پدې سیمو کې د ترهګرو سازمانونو نه پاکې خوندي سیمې جوړول د مهمو اهدافو څخه دي .
د پ ک ک ترهګری سازمان د امریکا په ملاتړ د سوریې په شمال کې په ډیرو سیمو اشغال ته دوام ورکړی دی.
سوریه د هایدرو کاربن زیرمو له پلوه یو بډایه هیواد دی، که څه هم دا د سیمې هیوادونو لکه ایران او عراق سره د پرتلې وړ نه دی. د سوریې رژیم چې له کورنۍ جګړې مخکې په ځان بسیا او حتی انرژي بهر ته صادرات درلودل ، د جګړې د ویجاړونکو اغیزو او په هیواد کې د تروریستي سازمانونو او غیر دولتي وسله والو ډلو د سیمه ایزې واکمنۍ له امله د خپلې انرژۍ نږدې ټولې سرچینې له لاسه ورکړي . د فرات په سیند کې حاصلخیزې کرنیزې ځمکې او بندونه چې د اوبو بریښنا تولیدوي هم د ترهګرو سازمانونو لاس ته ورغلي.
د سوریې د خامو تېلو زېرمې ۲.۵ میلیارده بېرله اټکل شوې دي. دا هیواد په نړۍ کې د ډیرو زیرمو سره ۳۲ م هیواد جوړوي.
د کورنۍ جګړې دمخه، سوریې په کال کې په اوسط ډول د ۹ میلیارد متر مکعب طبیعي ګاز د تولید ظرفیت درلود.
د انرژۍ ډیری سرچینې او تولید ظرفیت چې د دمشق رژیم په هیواد کې د کورنۍ جګړې څخه دمخه درلود د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۵ کلونو په موده کې د داعش ترهګرې ډلې لاس ته ورغی.
داعش ترهګرې ډلې د ۲۰۱۳ کال له نیمايي راهیسې چې په هیواد کې یې اغیزناکه بڼه خپله کړه، د انرژۍ په ډګرونو کې د پرمختګ ستراتیژي تعقیب کړه.
داعش په رقه، حمص او حساکه ولایتونو کې او همدارنګه دیرالزور سیمې چې د سوریې د تیلو او طبیعي ګازو سترې زیرمې او ساحې لري نیولي وې.
په ۲۰۱۶ کال کې، ترهګریز سازمان PKK/YPG د امریکا په ملاتړ د دغو سیمو ډیری برخې ونیولې.
د تورکېې د سیاسي اقتصادي او ټولنیزو مطالعاتو د بڼسټ سیتا لخوا چمتو شوي "په سوریه کې د طبیعي زیرمو په اړه جګړه" تر سرلیک لاندې راپور له مخې، د "العمر سیمه" چې په سیمه کې موقعیت لري، د PKK/YPG تروریستي سازمان لخوا اشغال شوی، د هیواد د تیلو ترټولو لوی ملکیت دی. د دیرالزور سیمه د تیلو په برخه کې هم بډایه ده، دا د هیواد یو له بډایه او مهمو طبیعي زیرمو څخه برخمن دی، یوازې د دیرالزور په ختیځ کې د تیلو ساحې د ټولې انرژۍ له ۳۰ سلنې څخه زیاتې دي.
د همدې راپور له مخې، ټینګار شوی چې د PKK/YPG ترهګریز سازمان د هیواد د انرژۍ نږدې درې پر څلورمه برخه کنټرولوي. اټکل کیږي چې PKK/YPG، چې د امریکا د ادارې ملاتړ لري، د دې ساحو څخه نږدې یو عشاریه یو میلیارد ډالر د تیلو عواید ترلاسه کړي.
ترهګریز سازمان PKK/YPG او رژیم په ګډه په حساکه کې د تیلو څاګانې کنټرولوي. هره ورځ د ۳۰ نه تر ۳۵ زره بیرله تیل د رومیلان، سویدي او کاراکوک په ساحو کې د نږدې ۳۵۰ کوچنیو څاګانو څخه ایستل کیږي، چیرې چې د تیلو تولید دوام لري.
دغه ترهګریز سازمان د سوریې د طبیعي ګازو تر ټولو ستر مرکز کونوکو هم نیولی دی. اټکل کیږي چې په دې سیمه کې هر کال شاوخوا یو عشاریه ۴ میلیارد متر مکعب طبیعي ګاز تولیدیږي.
ترهګرې ډلې PKK/YPG د امریکا په پوځي ملاتړ په دغه هیواد کې مهم بندونه هم نیولي دي.