دا ځکه چې ...

دا ځکه چې ...

2123112
دا ځکه چې ...

 

په ننۍ خپرونه کې تاسې ته د نن ورځې تر ټولو د مهمې ستونزې چې د سرطان ناروغۍ ستر لامل بلل کیږي ، په اړه بحث کوو.  سګرټ څښول د ډیرو ناروغیو، په ځانګړې توګه د سرطان اصلي لامل دی. موږ خپلې خبرې د دې په ویلو پیل کوو چې "زه سګرټ نه څکوم ځکه نه غواړم په ناروغیو روږدی شم."

 

د نولسمې پیړۍ تر نیمایي پورې، د  انسانانو عمرونه  د نن ورځې په پرتله خورا کم و. د دې اصلي لامل دا و چې د درملنې میتودونه لاهم نه وو رامینځته شوي. د مثال په توګه، یو شل کلن ځوان به د غاښونو د التهاب له امله  هم خپل ژوند د لاسه ورکولو. پداسې حال کې چې د واکسینونو، درملو او د درملنې میتودونو په کشف سره د انسانانو د ژوند کیفیت لوړ شوی، خو  دوی د داسې اختراعاتو څخه هم ډډه نه کوي چې روغتیا یې ګواښي. سګرټ د دې ګواښونو څخه یو دی.

 

تر ۱۹۵۰ لسیزې پورې، د سګرټ څکولو زیانونه داسې موضوع نه وه چې په اړه یې ډیرې خبرې شوې وې. حتا تر دې پورې چې  په دې موده کې، ډاکټرانو په امریکا کې د سګرټو په اعلاناتو کې کار کولو او خلکو ته به يي دا پیغام ورکولو چې سګرټ څښول هیڅډول کوم زیان او ضرر نلري. په هرصورت، د طبي ټیکنالوژۍ پراختیا په مرسته، دا د ۱۹۵۰ لسیزې د دویمې نیمایي څخه راڅرګندیدل پیل شول چې سګرټ څښول د وژونکو ناروغیو لامل کیږي.

 

نن ورځ په طب کې د سګرټ څښول په مستقیم ډول د سرطان ډیری ډولونو سره تړاو لري، په ځانګړې توګه د سږو سرطان. دا هم معلومه ده چې سګرټ څښول د اعضاوو لکه د خولې، مرۍ، معدې، پانقراس، پښتورګو، مثانې او رحم د سرطان خطر زیاتوي.

سګرټ څښول زموږ په بدن کې نږدې  په ټول سیسټمونو منفي اغیزه  کوي. سګرټ څښول، چې د وینې جریان ورو کوي او د بې خوبۍ څخه تر ګینګرین پورې ډیری پایلې رامینځته کوي.  د رګونو د کلکیدو اصلي مسؤل هم دی. د زړه حملې، فلج او د زړه ناروغۍ هم په سګرټ څښونکو کې ډیر عام دي.

 

یو بل سیسټم چې د سګرټ څښلو له امله زیانمن ویني زموږ د زیږون سیسټم دی. د هغه پایلو سربیره چې د زیږون لامل کیږي ، د امیندوارۍ پرمهال سګرټ څښل د سقط ، وخت دمخه یا د زیږون نیمګړتیاو خطرونه خورا زیاتوي. سګرټ څښول د معافیت سیسټم هم کمزوری کوي، بدن د انتاناتو په وړاندې مقاومت کموي. دا زموږ بدن په عموم ناروغ کوي.

 

هغه زیانونه چې موږ یې یادونه وکړه نه یوازې په  سګرټ څښونکي اغیزه کوي، بلکې هغه خلک چې د سګرټ د لوګي په چاپیریال کې وي لا پسې ډیر زیانمند کیږي. د سګريټو بد بوی او د خلکو له ويښتانو نيولې تر جامو پورې هر څه په ټولنيز ژوند منفي اغېز کوي. موږ ټینګار کوو چې د سګرټ څښولو څخه ډډه کول یا د سګرټ څښول پریښودل د ناروغۍ خطر کمولو لپاره یو مهم ګام دی او مونږ ددې شعار سره خپله خپرونه پایته رسوو چې زه سګرټ نه څښوم ، ځکه چې د ځان او نورو سره مینه لرم، ځان او نورو ته درناوی لرم او نه غواړم چې ناروغ شم.


پيوندونه: #دا ځکه چې ...

اړوند خبرونه