دا ځکه چې

زموږ د پروګرام په نننۍ برخه کې به تاسو ته یوه داسې موضوع وړاندې کړو چې خوندي خواړو ته زموږ د روغتیا او راتلونکي نسلونو د لاسرسي په اړه وي.  خپرونه به ددې په ویلو سره چې "زه د موسم مطابق خواړه خورم ، ځکه چې غواړم خپل صحت ته پاملرونه وکړم."

2116745
دا ځکه چې

زموږ د پروګرام په نننۍ برخه کې به تاسو ته یوه داسې موضوع وړاندې کړو چې خوندي خواړو ته زموږ د روغتیا او راتلونکي نسلونو د لاسرسي په اړه وي.  خپرونه به ددې په ویلو سره چې "زه د موسم مطابق خواړه خورم ، ځکه چې غواړم خپل صحت ته پاملرونه وکړم."

 

ډېر پخوا نه، بلکې د شلمې پېړۍ تر وروستۍ ربعې پورې، د نړۍ ډېری نفوس په کلیوالو سیمو کې اوسېدل. د ویلو ده چې د نن ورځې په پرتله پدې سیمو کې تازه میوو او تازه سبزیجاتو ته لاس رسی د هغو خلکو لپاره ډیر اسانه وه چې په کلیوالو سیمو کې اوسیدل، دا ځکه چې د هغوې  د عاید اصلي سرچینه کرنه او د څارویو پالنه وه. خو لکه څنګه چې ښارونو وده وکړه او کلي خالي شول، وضعیت بدل شو. کله چې موږ په چټکۍ سره مخ په زیاتیدونکي نفوس هم ددې سره اضافه کړو نو دا ناگزیر ښکاري چې کرنیز محصولات به د دودیزو میتودونو پر ځای په صنعتي توګه تولید شي.

 

هغه شکایتونه چې موږ یې ډیری وختونه اورو او خپله يي هم کوو، "چیرته دی د هغه پخوانیو رومیانو خوند"،پدې برخه کې ډیر ګرم نه یو. ځکه چې اوس مېوې او سبزیجات تر ډېره په شنو خونو کې تولیدېږي، نه په کروندو کې. موږ اوس لږ او کم موسمي میوې او سبزيجات ګورو چې په لمر کې پخیږي، د وخت په تیریدو سره راټولیږي، او د حاصلاتو څخه لږ وخت وروسته په چټکۍ سره مصرف کیږي. زموږ د روغتیا لپاره د دې وضعیت د زیانونو په مینځ کې دوه توکي شتون لري. لومړی، په مصنوعي چاپیریال کې کرل شوي زراعتي محصولاتو تغذیې ارزښت ټیټ دی. دویم په شنوخو او مصنوعي توګه تولید شوو میوو او سبو کې کیمیايي موادو او کرنیزو درملو کچه او پاتې شوني ډیر لوړ وي.

 

زموږ د روغتیا لپاره یو ډیر جدي خطر دا دی چې محافظت کونکي او کیمیاوي توکي په ډیری خواړو کې موندل کیږي چې دا  زموږ د معافیت سیسټم ضعیفه کوي د کولمو کې ګټور مایکرو ارګانیزمونو ته زیان رسوي. میوې او سبزیجات چې په موسم کې تولیدیږي او په طبیعي ډول د معافیت لپاره خورا مهم دي ځکه چې  د لوړ فایبر څخه برښمندې وې.

 

د خپلو خبرو په پای کې، راځئ چې په لنډه توګه وګورو چې هغه میوې او سبزیجات چې په غیر طبیعي ډول تولید شوي او زموږ دسترخوانونو ته رسیږي په اصل کې زموږ راتلونکی ګواښوي. انرژي او اوبه چې په مصنوعي چاپیریال کې د تولید ، راټولولو ، ذخیره کولو او بسته بندۍ په مرحلو کې مصرف کیږي هغه ارزښتونه دي چې د راتلونکو نسلونو حق پایمال کیږي. له بده مرغه، دا څرګنده ده چې که موږ د تولید څخه مصرف ته حساسیت ونه ښود، موږ د راتلونکې نسلونه د سترو ګواښونو سره مخامخ کړو. راځۍ چې ددې مخه ونیسو او پدې اړه خپل مسؤولیت ادا کړو. دا خبره باید ځانته شعار وګرځو چې  " زه د هر موسم میوه او سابه په هماغه موسم کې خورم ، دا ځکه چې غواړم خپل صحت او راتلونکي نسلونه وژغورم.


پيوندونه: #دا ځکه چې

اړوند خبرونه