د ورځنۍ اجنډا تحلیل

د ورځنۍ اجنډا تحلیل

2112463
د ورځنۍ اجنډا تحلیل

د اسرائیلو پر ضد د حماس او نورو فلسطیني مقاومتي جوړښتونو له خوا د اقصی د سیلاب له عملیاتو وروسته، په داسې حال کې چې د غزې پر تړانګه د اسرائیلو اشغال دوام لري، ۳۶۰ کیلومتره مربع سیمه چې دوه نیم میلیونه انسانان پکې ژوند کوي، له ټولو خواوو څخه کلابنده ده. اسرائیل د ځمکې او هوا له لارې سیمه په نښه کوي او ملکي وګړي په قصدي توګه وژل کیږي. پداسې حال کې چې سیمې ته د مرستې رسولو مخه کیږي، خلک په ځانګړې توګه نوزاد او ماشومان د لوږې له امله ژوند د لاسه ورکوي. خو  نړۍ یواځې د لرې نه په نندارې اکتفا کوي.

 

د تورکیې د سیاسي اقتصادي او ټولنیزو مطالعاتو د بنسټ ( سیتا ) د بهرني سیاست څیړونکي جان اجون د موضوع په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

 

په غزه کې د اسرائیلو اشغال دوام لري. د ښار ۸۰ سلنه برخه له منځه تللې ده، ۳۶۰ مربع کیلومتره سیمه چې شاوخوا دوه نیم میلیونه وګړي پکې ژوند کوي له ټولو خواوو محاصره شوې او کلا بنده ده. د ورځې ۲۴ ساعته له ځمکې او هوا څخه پرې بمباري کیږي. ددې ټولو سره سره پدې اکتفا نکوي او سیمې ته د بشري مرستو د رسولو مخه نیسي. په داسې حال کې چې د غزې په شمال کې بند پاتې ملکي وګړي اوس مهال له لوږې سره مخ دي، د ملګرو ملتونو د تازه معلوماتو له مخې ډېر ماشومان او نوزادان د خوړو د نشتوالي او تندې له امله مړه شوي دي. په هغه سیمه کې چې لسګونه زره ملکي وګړي په قصدي ډول د بمونو په واسطه وژل شوي، اوس خلک خپل ژوند له لاسه ورکوي ځکه چې دوی خواړه او اوبو ته لاسرسی نلري. له بده مرغه دا ټول د نړۍ د سترګو په وړاندې پیښیږي.

 که څه هم غربي هیوادونه په ځانګړې توګه امریکا د مخ د ژغورلو لپاره ډول ډول څرګندونې او کړنې کوي، خو په سیاسي او نظامي لحاظ په پراخه پیمانه د اسرائیلو د اشغال او قتل عام ملاتړ کوي. په داسې حال کې چې امریکا په ځانګړې توګه هره ورځ یو هوايي پل جوړوي او اسرائیلو ته پوځي مهمات لېږدوي، خو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په څېر ادارو کې د اسرائیلو په ګټه دریځ ته دوام ورکوي. که څه هم بایډن له نتانیاهو څخه بیلابیلې غوښتنې کوي او د اوربند په اړه بیانات وړاندې کوي، د اسرائیلو لپاره د هغه ملاتړ په عمل کې دوام لري.

 

په غزه کې قتل عام داسې حد ته رسېدلی چې اوس ماشومان او نوزادان د لوږې او تندې له وجې مړه کېږي. غربي نړۍ چې د اسرائیلو ملاتړ کوي، البته په دې ټولو جنایتونو کې شریکه ده. په لوېدیځ کې ډېر داسې کسان شته چې د نړیوال وجدان د غورځنګ برخه دي او له وینا او لاریونو جوړولو نه  ډډه نه کوي. په هرصورت، د دولت په کچه پالیسي نه بدلیږي.

 

د نتانیاهو جنګي کابینه په دې پوهیږي چې دوی حماس په نظامي توګه له منځه وړی نشي،  د دوی اصلي تمرکز په حماس نه بلکې د غزې په ویجاړولو، د ملکي خلکو په قتل عام او د سینا ټاپووزمې ته د خلکو په شړلو دی.

 د تورکیې او سویلي افریقا په څیر هیوادونه په دې پوهاوي سره هڅه کوي چې د اسرائیلو په وړاندې د ضمیرونو ایتلاف جوړ کړي. په هرصورت، نه اسلامي هیوادونه او نه نور هیوادونه د اسرائیلو په وړاندې د مخنیوي ګامونه پورته کولی شي. دا په غزه کې د ملکي وګړو، ماشومانو او نوزادانو قتل دوام لري.

 

ښایي ایران په قوس کې ونیول شي. ایران او د هغې نیابتي ډلې حزب الله او حوثي وسله وال د اسرائیلو پر ضد په ټیټ شدت پوځي عملیات کوي. د حوثیانو لخوا د سره سمندر او بابل مندیب قطع کول په دې معنی اغیزمن ښکاري، مګر دا پخپله د اسرائیلو د مخنیوي لپاره کافي ستراتیژي نه ده. په ځانګړې توګه، حزب الله د جګړې په پیل کې د خورا سختو بیانیو په وړاندې کولو او د هغه بیان په تعقیبولو سره چې که اشغال پیل شي، موږ به په خپل ټول ځواک سره د اسرائیلو په وړاندې وجنګیږو، یو نظامي ښکیلتیا رامینځته کړه چې د توقع څخه خورا ټیټه وه. البته په سیمه کې د امریکا قوي پوځي حضور او ګواښونه هم دلته اغېزمن ښکاري.

 

په نهایت کې، اسلامي هیوادونه نشي کولی داسې کوم ګام پورته کړي چې اسرائیل له ډیپلوماتیکو، سیاسي او نظامي پلوه وځپي. لویدیځ هیوادونه په ځانګړې توګه امریکا او انګلستان د اسرائیلو نظامي او سیاسي ملاتړ ته ادامه ورکوي او په قتل عام کې یې لاس لري.



اړوند خبرونه