د ورځنۍ اجنډا تحلیل

د ورځنۍ اجنډا تحلیل

2109313
د ورځنۍ اجنډا تحلیل

پر اوکراین د روسیې د یرغل هڅې او ورپسې د روانې جګړې دوه کاله پوره  شول. کله چې موږ د تیرې جګړې ته یوه لنډه کتنه وکړو دا د ورا ښکاره ده چې ددې جګړې د اور لمبو دواړه هیوادونه سوځولي او دواړو هیوادونو ډیر څه د لاسه ورکړي او یو پلو هم مطلوب پایلې ندي ترلاسه کړي.

 په هرصورت، په داسې حال کې چې روسانو په دې وروستیو کې د جګړې په  ډګر کې د برتری ترلاسه کول پیل کړي، د لویدیځ لپاره د پریکړې وخت رارسیدلی دی. دوې یواځې دوه لارې او انتخابونه پر مخ کې لري. لومړی د اوکراین څخه قوي ملاتړ او دویم روسیې د ستر بري ننداره کول .

 

د تورکیې د سیاسي اقتصادي او ټولنیزو مطالعاتو د بڼسټ ( سیتا ) د بهرني سیاست څیړونکي جان اجون د مسئلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

 

دوه کاله وړاندې، کله چې روسیې د تندر په نامه   عملیات  چې موخه يي د  کیف نیول او  په اوکراین کې د حکومت بدلول وو ناکامه شول ، دا عملیات په اوکراین کې  ګام په ګام  په یو لوی یرغل بدل شو. خو کله چې د روسیې د پوځ بې کفایتۍ، د اوکراین د پوځ د قوي مقاومت چې هیڅ انتظار يي هم نه کیده مخامخ شو او  د  ملتپالنې احساسات هم ورسره  سره یوځای شول  دا یرغل ناکام شو.

 په ځانګړې توګه د لویدیځو هیوادونو د پراخ پوځي ملاتړ له امله، روسان اړ شول چې له ډیرو هغو سیمو چې دوی نیولې وې، شاتګ وکړي. په هرصورت، لکه څنګه چې په تاریخ کې څو ځله لیدل شوي، روسیې د خپل جغرافيايي ژورو، طبیعي زیرمو او سختو افرادو په سمبالولو سره د جګړې لاره په خپله ګټه بدله کړه.

په داسې حال کې چې د اوکراین له پوځ سره بهرنۍ ملاتړ کم شوی، په ځانګړې توګه په وروستیو میاشتو کې، اوکراینیان چې د بشري سرچینو له پلوه هم د روسیې په وړاندې په یوه وخیم حالت کې قرار لري، د جګړې په لومړۍ کرښه کې له ستونزو سره مخ شوي دي. د روسیې په پوځ کې د پوټین لخوا  د قوماندې او کنټرول جوړښت بدلون، د پرسونل په شمیر کې تحرک ، البته د دفاعي صنعت د تولید ظرفیت لوړولو، جدي اغیزې کړي دي.

په دې شرایطو کې، د پوځي تحرک بدلونونو د جګړې په ډګر کې ځان ښکاره کول پیل کړل. په ځانګړې توګه د روسانو له خوا د اودییفکا نیول، چې د ډونباس په یوه مهمه نقطه کې قرار لري  او له ۲۰۱۴ کال راهیسې د اوکراین د پوځ مرکز دی، د خطر زنګونه په غږولو پیل کړی دی.

په داسې حال کې چې د امریکا د کانګرس او سپینې ماڼۍ تر منځ  د اوکراین سره د مرستو د ځنډېدو مسئله د جدي اختلافاتو لامل شوې، داسې ښکاري چې اروپايي هېوادونه د کافي ظرفیت او سیاسي ارادې د نشتوالي له امله د روسیې پر وړاندې د اوکراین ملاتړ نه شي کولای.

روسیې بیا ددوې ددې تشې نه په ګټې پورته کولو سره  یو جنګي اقتصاد جوړ کړ او د نورو جګړو لپاره یې د خپلو منابعو په راټولولو پیل وکړ، نو پایلې یې ترلاسه کړې او په لومړۍ کرښه کې یې برتري ترلاسه کول پیل کړل، که څه هم په کلاره کلاره دي.

 

اوس اروپایی هیوادونه ، د خطر څخه خبر دی ، اقدام یې پیل کړی. د آلمان او فرانسې په مشرۍ اروپایی هیوادونه هڅه کوي چې څنګه د انګلستان سره په همغږي کې د اوکراین ملاتړ وکړي. په هرصورت، دوی د یو لوی قوت، روسیې سره مخ دي.

په داسې حال کې چې د جګړې دوهم کال پای ته رسېږي، اوکراین په تیرو دې دوو کلونو کې د هر پلوه ډیر ځپل شوی دی او پوښتنه داده چې څومره به نور د روسیې پر وړاندې مقامت وکړي؟

له همدې امله، د لویدیځ لپاره په وړاندې د پریکړې او تصمیم وخت رارسیدلی دی. دوی باید ژر تر ژره خپل اختلافات له منځه یوسي، پدې بهیر کې د امریکا د شاملولو سره د اوکراین د اردو او اقتصاد سره باید په جدي ډول مرسته وکړي وکړي. یوازې په دې توګه د روسیې د پرمختګ مخه نیول کیدی شي او روسان بیرته شاتګ ته اړ کیدای شي.

د ویلو ده د اوکراین پر وړاندې د روسیې بریا په منځنۍ موده کې د اروپا لویه وچه د جدي ګواښ سره د مخامخیدو په معنا دي.

البته، هغه هېواد چې د روسيې له دې بريا څخه به ډېره ګټه پورته کړي، هغه به چين وي، چې له لويديځ سره د واک په روانه جګړه کې به له خپلې متحد روسيې سره يو ځای راپورته شي.



اړوند خبرونه