د انرژۍ اجنډا
د انرژۍ اجنډا
زمونږ ددې اونۍ د خپرونې موضوع د لمر انرژي ده چې زمونږ فصلونو ته وده ورکوي، زمونږ په څیرو مسکا راولي او تر ټولو مهمه په تودوخي کې مهم رول لوبوي.
نړۍ یوازې د لمر د اطراف نه څرخیږي .
لمر اوس مهال د انرژی یوازینۍ بې پایه او باثباته سرچینه ده .
د لمر انرژي د نوي کیدونکي انرژۍ د زرغون سرچینې په توګه تعریف شوې، د لمر د انرژۍ ځانګړتیاوې ډیر زیاتې دي لکه د نصب او کارولو اسانتیا، د چاپیریال ککړتیا مخنیوی او د زیان رسوونکو ضایعاتو نه رامینځته کول.
د لمر انرژی د لمر په کور کې د فیوژن پروسې لخوا خوشې شوي وړانګې انرژي په توګه تعریف شوې.
د نړیوالې تودوخې د ډیریدو له امله ، نړیوالې ټولنې او تورکیې د فوسیل سرچینو له امله د رامنځته کیدونکي زیان د مخنیوي په موخه د نوي کیدونکي انرژي نه د استفادې بهیر ګړندی کړی .
په دې برخه کې د لمریزې انرژۍ کارول ورځ په ورځ زیاتیږي.
که څه هم د لمریزې انرژۍ څخه د بریښنا تولید لپاره ډیری میتودونه شتون لري، عمومي لیوالتیا د فوتوولټیک سیسټمونو باندې تمرکز کوي، چې د لمر انرژي په مستقیم ډول په بریښنا بدلوي.
پداسې حال کې چې د لمریزې انرژۍ کارولو په اړه مطالعات او تحقیقات ګړندي شوي دي، په ځانګړې توګه د ۱۹۷۰ لسیزې وروسته، د لمریزې انرژۍ سیسټمونو تخنیکي پرمختګ او په لګښت کې د پام وړ کمښت ښودلی.
د انرژۍ د نړیوالې ادارې په وینا، د لمریزې انرژۍ په برخه کې پانګونه به تر ۲۰۳۰ کاله پورې د تیلو او طبیعي ګازو په برخه کې له ټولو پانګونو څخه زیاته وي.
د انرژۍ د نړیوالې ادارې د اټکلونو له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې په ټوله نړۍ کې د انرژۍ په سکتور کې ۲ عشاریه ۸ ټریلیون ډالره پانګونه شوې، چې له دې څخه یو عشاریه ۷ ټریلیون ډالر د پاکې انرژۍ په ټیکنالوژیو او یو عشاریه وی ټریلیون ډالر د فوسیل تیلو په سکتور کې پانګونه شوي.
اټکل کیږي چې د دغو پانګونو په منځ کې د لمریزې انرژۍ برخه ۳۸۰ میلیارد ډالره ده.
ښه پوښتنه داده چې په تورکیه کې وضعیت څه ډول دی؟ د دولتي او خصوصي سکټورونو د انرژۍ د پانګونې وضعیت څه دی؟
تورکیه د خپل جغرافیایي موقعیت له امله د لمریزې انرژۍ د پام وړ ظرفیت لري.
د "سولر انرژی پوټینشیل اطلس" له مخې چې د انرژۍ وزارت لخوا چمتو شوی، په تورکیه کې د لمر کلنۍ منځنۍ موده ۲ زره ۷۴۱ ساعته ده ... د کلنۍ ټولیز وړانګو اوسط ارزښت ۱۵۲۷ عشاریه ۴۶ کیلوواټ ساعته دی...
په پام کې ده چې تر ۲۰۳۵ کال پورې به د تورکیې د لمریزې انرژۍ ظرفیت په سلو کې ۵۰۰ په زیاتیدو سره ۵۲.۹ ګیګاواټو ته لوړ شي او د لمریزې انرژي به د تر ټولو لوړ نصب ظرفیت لرونکې سرچینه وي.
د تورکیې د بریښنا مصرف، چې د ۲۰۰۰ او ۲۰۲۰ کلونو په موده کې په اوسط ډول په کال کې ۴ عشاریه ۴ سلنه زیاتوالی موندلی، تمه کیږي چې تر ۲۰۳۵ کاله پورې به په کلني ډول په اوسط ډول ۳ عشاریه ۵ سلنه وده وکړي، ۵۱۰ عشاریه ۵ ټیرواټ ساعتو ته به ورسیږي. دا محاسبه کیږي چې د وروستي انرژي مصرف کې د بریښنا انرژي برخه چې په ۲۰۲۰ کال کې ۲۱ عشاریه ۸ سلنه وه، په ۲۰۳۵ کال کې به ۲۴ عشاریه ۸ سلنې ته ورسیږي.
وړاندوینه کیږي چې د تورکیې نصب شوې بریښنا چې د ۲۰۲۰ کال په پای کې ۹۵ عشاریه ۹ ګیګاواټه وه په ۲۰۳۵ کال کې به ۱۸۹ عشاریه ۷ ګیګاواټو ته لوړه شي او په ټول نصب شوي بریښنا کې د نوي کیدونکي انرژي سرچینو برخه به په ۲۰۲۰ کې له ۵۲ سلنې څخه په ۲۰۲۳ کال کې ۶۴ عشاریه ۷ سلنې ته لوړه شي.
د نوي کیدونکي انرژي سرچینې د ۹۶ عشاریه ۹ ګیګاواټو نوي بریښنا ظرفیت ۷۴ عشاریه ۳ سلنه جوړوي چې پلان شوي پدې موده کې به کار وکړي.
د نوي کیدونکي انرژی سرچینو تر مینځ د ظرفیت ترټولو لوی زیاتوالی پلان شوی چې په لمریز انرژي کې وي.
د تورکیې د لمریزې انرژۍ د نصب ظرفیت چې د ۲۰۲۰ کال په پای کې ۶.۷ ګیګاواټه و، تمه ده چې په ۲۰۳۵ کال کې ۵۲.۹ ګیګاواټو ته لوړه شي.
دا زیاتوالی پدې معنی دی چې د تورکیې د لمریزې انرژۍ نصب ظرفیت چې د ۲۰۲۲ کال په پای کې ۹ عشاریه ۳۲ ګیګاواټه و، تر ۲۰۳۵ کاله پورې به نږدې ۵۰۰ سلنه زیاتوالی ومومي.
که چیرې په ۲۰۳۵ کې د لمریزې انرژي ظرفیت ۵۲ عشاریه ۹ ګیګاواټو ته ورسیږي ، نو د لمر انرژي به د تورکیې په ټول نصب شوي بریښنا کې ترټولو لویه برخه ولري.