د انرژۍ اجنډا

د انرژۍ اجنډا

2098553
د انرژۍ اجنډا

د اوبو قدرت "رڼا" ورکوي

کله چې تاسو د سیند په غاړه ناست یاست، ایا تاسو پوهیږئ چې ستاسې ترڅنګ بهیدونکې دا اوبه ستاسو کور رڼا کوي یا ستاسو نوي نسل بریښنایی موټر ته انرژي چمتو کوي؟

په ننۍ د « انرژی اجنډا » خپرونه کې به پر یوې مهمې موضوع، د انرژۍ په تولید کې د اوبو پر اهمیت او د تورکیې له خوا د اوبو د ظرفیت د ساتنې په برخه کې د ترسره شویو پروژو په اړه بحث کوو.

په تورکیه کې د ټولې نصب شوي بریښنا دریمه برخه د ۳۲ زره ۴۰۰ میګاواټه  د هایدرو بریښنا فابریکو لخوا چمتو کیږي.

د هایدرو برښنا بندونه د سیمه ایز، نوي کیدونکي او پاکې بریښنا تولید میتود په توګه، د  بریښنا د انرژي تولید پروسې کې د ضایعاتو یا کاربن اخراج لامل نه کیږي او د تورکیې د انرژۍ اړتیاو پوره کولو کې ډیره مرسته کوي.

د ۲۰۰۲ کال  راهیسې،  په تورکیه کې د یوسفلي اوبو بند، ایلي سو اوبو بند، دیرینر اوبو بند او ارمنک اوبو بند او فابریکو په شمول  ۶۲۵ د اوبو بریښنا فابریکې خدمت ته وړاندې شوي.

د هایدرو بریښنا کلني تولید ظرفیت چې ۲۲ کاله دمخه ۴۵ میلیارد کیلو واټ ساعتونه و، نږدې ۱۱۲ میلیارد کیلو واټ ساعت ته لوړ شوی.

د ترکیې د ټول نصب شوي بریښنا دریمه برخه د ۳۲ زره ۴۰۰ میګاواټو سره د اوبو بریښنا ده. په دې توګه، په تورکیه کې په هرو دریو څراغونو کې یو د اوبو  انرژي کاروي.

دلته هدف دا و چې د منابعو نه  خورا اغیزمنه ګټه پورته کړي او راتلونکو نسلونو ته "د انرژۍ په برخه کې په بشپړه توګه خپلواکه تورکیه" پریږدي.

  د یوسفلي بند او د برښنا تولید فابریکه  د ۲۷۵ مترو لوړوالي سره په تورکیه کې ترټولو لوړ بند او په نړۍ کې پدې کټګورۍ کې پنځم لوړ بند دی. دا پروژه  د انتالیا د ولایت د نفوس په اندازه د دوه نیم میلیون خلکو بریښنا اړتیاوې پوره کوي. ، د یو عشاریه ۹ میلیارد کیلو واټ ساعت په اوسط کلنۍ بریښنا تولید ظرفیت لري.

د الیسو بند او برشنا فابریکه د نصب ظرفیت له مخې د اتاترک ، قره کایا او کیبان بندونو وروسته د تورکیې څلورم لوی  بند او بریښنا فابریکه ده او د ډکولو حجم له مخې دوهم لوی بند دی.

د الیسو بند چې د بنسټ څخه ۱۳۵ متره لوړوالی لري، د ډکولو حجم ۲۴ میلیون متر مکعب او د کریسټ اوږدوالی ۲ زره ۳۲۷ متره دی، د ډکولو حجم، د بدن اوږدوالی او د کانکریټ سطحې مساحت له مخې په نړۍ کې لومړی ځای لري. د "کنکریټ سره مخامخ ډبرې ډک بند" ډول سره.

دغه فابریکه چې د ۲۰۲۰ کال د می په ۱۹مه یې خپله لومړۍ بریښنا تولید کړه او د ۲۰۲۰ کال د دسمبر په ۲۳ نیټه یې په بشپړ ظرفیت سره په فعالیت پیل وکړ، تر دې دمه د ۸ میلیارد کیلوواټه بریښنا په تولید سره د هیواد اقتصاد ته نږدې ۲۳ میلیارده تورکي لیرې مرسته کړې ده.

درینر بند او برښنا فابریکه  له یوسفلي وروسته د تورکیې دوهم لوړ بند دی چې د ۲۴۹ میټرو لوړوالی لري او کولی شي په کال کې په اوسط ډول ۲ میلیارد ۱۱۸ میلیون کیلو واټ ساعت بریښنا تولید کړي چې د ۶۷۰ میګاواټو نصب شوي بریښنا سره مطابق ده.

د هایدرو برقی انرژی د نړیوال نصب ظرفیت په درجه بندۍ کی تورکیه   ۳۲ ګیګاواټو سره په نړۍ کی نهم او په اروپا کی په دوهمه درجه کی ځای لري ، چین د ۴۱۵ زره میګاواټو په درلودلو سره لومړی، برازیل د ۱۱۰ زره میګاواټو په درلودلو سره دوهم او امریکا د ۱۰۲ زره میګاواټو سره دریم ځای لری.

د برېښنا د تولید په برخه کې د تورکیې د بندونو پانګونه ډېره مهمه ده، خو د بند جوړولو ته یوازې په همدې دلیل اهمیت نه ورکول کېږي.

د هر سړي سر د اوبو مقدار ته په پام سره، تورکیه د اوبو فشار سره مخ هیواد ګڼل کیږي. د اټکلونو له مخې، په تورکیه کې د سړي سر د اوبو اندازه، چې نن ورځ 1.519  m3 ده، تمه کیږي چې په ۲۰۳۰ کاله پورې چې د تورکیې نفوس به سل میلیون تنو ته لوړ شي د سړي په سر د اوبو مقدار به هم  کې به 1,100 m3 ته راټیټ شي. دا تورکیه د اوبو د بې وزلو هیوادونو په کتار کې اچوي.

له همدې امله، دا د اوبو د اغیزمنې کارونې لپاره یوه بله خورا مهمه پروژه ترسره کوي.

د تورکیې د اوبو دولتي ادارې د ذخیره کولو تاسیساتو بشپړولو چارې ګړندی کړي لکه بندونه او حوضونه ترڅو د کارولو وړ اوبو ظرفیت ته وده ورکړي. اوس مهال، د تاسیساتو د ذخیره کولو ظرفیت ۱۸۶ میلیارد متر مکعب دی. دا په پام کې ده چې تر ۲۰۲۵ کاله پورې  پورې نور  ۸میلیارد متر مکعبه اضافه شي.

د اوبو د مدیریت عمومي ریاست هم د اوبو د فشار سره مبارزه کې فعال رول لوبوي. د څښاک څخه د استفادې د اوبو د حوزې د ساتنې پلانونو سربیره، د اوبو د تخصیص سکتوري پلانونه هم چمتو شوي ترڅو د اوبو د سرچینو څخه په سمه توګه ګټه پورته کړي، د اوبو د کارولو سکټورونو ترمنځ د عادلانه او متوازن اوبو ویش ډاډمن کړي، او د اوبو کارولو څخه اعظمي ګټه پورته کړي.

په تورکیه کې ۲۴۶ د ځمکې لاندې بندونه جوړیږي. دا بندونه د ځمکې لاندې اوبو بیا چارج کولو اسانتیاو په نوم یادیږي.

ویل شوي، چې تر دې دمه د بشپړو شویو بندونو شمېر ۱۵۰ ته رسېدلی دی. د ځمکې لاندې بشپړ شوي بندونه د ۳۶ زره دیکارو په ساحه کې د خړوبولو اوبه او ۲۱ میلیون هکتاره مکعبه د څښاک اوبه چمتو کوي.

د ځمکې لاندې بندونو کې راټولې شوې اوبه سطح ته راښکته کیدی شي او د اړتیا په وخت کې کارول کیدی شي. دا د ځمکې لاندې څخه بحر ته د تازه اوبو د تیریدو مخه نیسي. تازه اوبه او مالګې اوبه نه ګډیږي او البته د تبخیر مخه نیول کیږي.


پيوندونه: #د انرژۍ اجنډا

اړوند خبرونه