په ژوند کې اسانتیاوې رامنځته کوونکي تصادفي اختراع ګانې
په ژوند کې اسانتیاوې رامنځته کوونکي تصادفي اختراع ګانې
انسان له لومړۍ ورځې راهیسې د افهام او تفهیم لپاره بیلابیل میتودونه رامینځته کړي ، مګر د ټولو اساس خبرې او ژبه دي. د غار په دیوالونو کې د ښکل شوو انځورونو نه وروسته ، د مختلفو ژبو او ویناوو موجودیت او عینیت د لیکلو د اختراع سره ممکن شو. د دې اختراع راهیسې، لیکنه د خلکو د انفرادي اړیکو او همدارنګه د ساینسي او کلتوري معلوماتو د لیږد اساس دی. که چیرې کلمې په ډبرو، د حیواناتو په پوستکي یا د کاغذ په یوه ټوټه کې موندل شوي وي، خو د لیکلو اختراع د انساني تمدن د پیل ټکي ګڼل کیږي. ځکه چې "ویناوې هیریږي او لیکنه تلپاتې ده ."
اختراعات چې د بشري تاریخ په مختلفو وختونو کې راڅرګند شوي، په نړیواله کچه زمونږ د تمدن بڼسټ پیاوړی کوي. ډیری داسې اختراعات چې حتا زمانې ته تغیر ورکړی ، د انسان د شخصي او ټولنیز پرمختګ په نتیجه کې رامنځته شوي دي. که موږ شلمې او ۲۱ پیړۍ ته نوم ورکړو، نو راتلونکي تاریخ پوهان شاید دا "د ډیجیټل نړۍ د زیږون دوره" وبولي . دا تعریف به غلط هم نه وي. مګر حتی د ډیجیټل نړۍ بڼسټ هم لیک دې. موږ لاهم د کمپیوټر کوډونو یا پاسورډونو لیږدولو لپاره لیکلو ته اړتیا لرو ، کوم چې نن ورځ لازمي دي. په هرصورت، ډیجیټل ژوند د کارونې ساحې او د لیکلو بڼه بیا تعریفوي. "د متن لیږد" یو له هغه اختراعاتو څخه دی چې د ژبې کارول او د خلکو ترمینځ اړیکه یو بل اړخ ته رسوي ، د دې طبیعي پایله ده او موږ ورته په لنډ ډول SMS یا لنډ پیغام وایو.
که څه هم د لنډ پیغام خدمت د زیږون دقیق نیټه او ځای معلوم ندی ، خو په ۱۹۸۰ میلادي کال کې د انټرنټ د عام کیدو او د مخابراتي خدماتو په برخه کې د یوې نوې دورې یعنې د ګرځنده تیلیفونونو د مروج کیدو سره د لنډ پیغام خدمات هم پيل او مروج شول. د ویلو ده چې لومړني ګرځنده تیلیفونونه یوازې د خبرو اړتیا پوره کوله، او لنډ پیغام خدمات يي نه درلودل . خو په ۱۹۸۴ میلادي کال کې د آلمان وګړي فریډ هیلم هیلبرنډ او فرانسوي برنارډ ګیلبرټ یې د SMS یا لنډ پیغام د رامنځته کولو په برخه کې مهم ګام اوچت کړ . په اصل کې د لنډ پیغامونو مشهوریدل د یوې ډلې اروپایي انجینیرانو ارتباطي اړتیا په نتیجه وه. انجینیرانو چې په ۱۹۸۰ لسیزه کې د ډیجیټل ګرځنده تلیفونونو رامینځته کولو لپاره په ګډه پروژه کې کار کاوه په ناڅاپي ډول یو سیسټم وموند چې یو بل ته لیکلي پیغامونه لیږلی شي، لنډ پیغامونه، مګر دا د ازموینې موخو لپاره و،. د پراخیدو لپاره یې نور ۵ کاله وخت واخیست. لومړی ثبت شوی متن پیغام د برتانوي انجینر نیل پاپورت لخوا د ۱۹۹۲ میلادي کال دسمبر په دریمه نیټه لیږل شوی وو. هغه دا لنډ پیغام د هغه نړیوال مخابراتي شرکت د بورډ رئیس ته چې هغه پکې کار کولو واستوه .
د برتانیوي انجینیر پاپورت لخوا د خپل رئیس ګرځنده تیلیفون ته لیږل شوی لومړنی متن یا لنډ پیغام "د کرسمس مبارکۍ پیغام وو." پاپ ورت، چې خپل پیغام یې د کار په وخت کې له خپل کمپیوټر څخه لیږلی، د دې اختراع سره د ګرځنده تلیفونونو لپاره لاره هواره کړه چې په ورځني ژوند کې خورا اغیزمنه کارول کیږي.
ایس ایم ایس، چې د نامعلومو اروپايي انجینرانو د یوې ډلې لخوا د ازموینې موخو لپاره کارول کیده، د نیل پاپورت لخوا مشهور شو، مګر برتانوي انجنیر د هغه د اختراع تصادفي اړخ په ګوته کړ چې کلونه وروسته یې په یوه کنفرانس کې ګډون وکړ، ویې ویل: "په لومړي سر کې داسې نه و. زما لپاره یو لوی اختراع نښکاريده."
ایس ایم ایس یا لنډ پيغام ، چې مخابراتي شرکتونو او د اپلیکیشن جوړونکو ته میلیاردونو ډالره ګټلي ، په هره ژبه چې کارول کیږي ډیر اغیزمن وو. نن ورځ، مهمه نده چې دوی په کوم هیواد کې ژوند کوي، په ځانګړې توګه نوی نسل د خپلې ژبې د کلمو په نوې بڼه د متن پیغامونه استوي. د بېلګې په توګه په تورکي ژبه کې د سلام پر ځای «سلم» او د مرحبا پر ځای «مرب» په لنډو پیغامونو کې ناگزیر شوي دي. دا بدلون چې په ګرځنده تلیفونونو کې نصب شوي د پیغام رسولو اپلیکیشنونو د کرکټر محدودیت پایله ده، زموږ په ورځني ژوند کې عادتونه هم په بنسټیز ډول بدلوي.