د تورکیې د جغرافیې راجستر شوي توکي

د تورکیې د جغرافیې راجستر شوي توکي

2094787
د تورکیې د جغرافیې راجستر شوي توکي

 

پدې خپرونه کې تاسې ته د تورکیې د دوزجه د ښار د خوړو د یو ډول مشهور پلو په اړه معلومات درکوو.

د دوزجه ولایت چې د  تورکیې د تورې بحیرې په ساحل کې موقعیت لري د یو زیات شمیر مشهورو خوړو په څیر د یو ډول ځانګړي پلو کوربه توب کوي چې په ځانګړو ورځو کې میلمنو ته ورکول کیږي. دا پلو "یوفکالي کونرالپ پلو" . د ویلو ده چې ددې پلو لرغونوالی او تاریخ عثماني امپراتورۍ  ته رسیږي.

د ویلو ده چې دا پلو په ۲۰۲۱ کال کې د دوزجه ولایت  د کرنې او ځنګلونو د ریاست په غوښتنه د تورکیې په جغرافیه کې د راجستر شوو  محصولاتو لست کې شامل شو. د ویلو ده چې د "یوفکالي کونرالپ پلو"  پخول چې میلمنو ته په ځانګړو ورځو کې  په ځانګړو مناسبتونو لکه ودونو او مقدسو شپو کې ورکول کیږي، مهارت ته اړتیا لري.

د ویلو ده چې ددې پلو  ترټولو مهم عنصر چې وریجو ته ځانګړي خوند  ورکوي د هډوکو اوبه دي.

د پلو د پخولو څخه یوه شپه مخکې د غوښې هډوکي په ښه توګه مینځل کیږي او په سړو اوبو کې ساتل کیږي. بیا، هډوکي په یوه دیګ کې تر هغه وخته پورې جوش کیږي چې مغز يي  بهر ته راشي، وروسته له دې چې د جوش کولو پروسه بشپړه شي، د هډکو اوبه د یو پاکې جعلي ټوټي سره چاڼ کیږي تر څو د هډوکو په اوبو کې د ذرې په اندازه هډوکی پاتې نشي.

همداشان ددې پلو لپاره وریجې هم د پخولو نه دوه ساته مخکې په تړمو اوبو کې خشتې کیږي او مالګه پکې اچول کیږي. وروسته وریجې په یخو اوبو کې پریمنځل کیږي او په یو دیګ کې اچول کیږي.

د وریجو د پاسه د هډوکو اوبه او که لازم وي لږې هم ساده اوبه اچول کیږي او په اور ایښودل کیږي . کله چې وریجې په جوش راشي د مخکې نه جوش کړي  نخود او د غوايي غوښه چې کوچنۍ کوچنۍ شوې وي د وریجو د پاسه اضافه کوي  او جوش کولو ته يي دوام ورکوي. همداشان په دیګ کې مالګه او تور مرچ هم اچول کیږي او تر څو چې اوبه وچې کړي جوش ورکول کیږي. کله چې وریجو ښه اوبه وچې کړې په کوګیر یا د تختې په څمڅۍ باندې ښه لړل کیږي او بیا يي د پاسه یوه ټوټه اچول کیږي او بیا د دیګ سر بندیږي او په کم اور باندې وریجې دم ته ایښودل کیږي.

همداشان کله چې وریجې یا پلو ښه دم شو بیا په یو غوري کې راویستل کیږي او پاسه يي چپاتې ډوډۍ چې په تورکي ژبه ورته یوفکا ویل کیږي ایښودل کیږي او میلمنو ته بیا نوشې جان کیږي.  


پيوندونه: #پلو

اړوند خبرونه