په ژوند کې د سهولت رامنځته کوونکي تصادفي اختراګانې

په ژوند کې د سهولت رامنځته کوونکي تصادفي اختراګانې

2093324
په ژوند کې د سهولت رامنځته کوونکي تصادفي اختراګانې

د تیرې پیړۍ  د پیل پورې ډیپتیریا، سینه بغل، فارنژیت او د تنسلونو ناروغۍ د میلیونونو خلکو د مړینې لامل شوی. د دې اصلي لامل د ساینسي مطالعاتو نشتوالی او همدارنګه د دې ډول ناروغیو سره د مبارزې لپاره د میتودونو د پوهې نشتوالی او د طبیعت څخه ترلاسه شوي درملو کمښت و. په ځانګړې توګه د ددې ناروغۍ د ساري کیدو پر مهال به  په یوه ښار او کلي کې زرګونو تنو ددې ناروغیو له امله ژوند د لاسه ورکولو. همداشان ددې ناروغیو چاره او دوا پنسلین په تصادفي توګه کشف شوي دي.

 

خواړه لکه ډوډۍ او پنیر او داسې نور چې  موږ سرخلاصه ، نمناکه او تودو  ځایونو کې پریږدو یو څه وخت وروسته سمدلاسه خرابیږي او په پوپانک نیولو پیل کوي. دا مولډونه په حقیقت کې د فنګس یو ډول دي. مولډ فنګسي ایروبیک تنفس ترسره کوي او په هر ځای کې موندل کیږي. مولډ فنګس، چې په مرطوب او ګرم چاپیریال کې ژوند کوي، نشي کولی په ډیر ګرم یا په ډیر سوړ یا یخ چاپیریال کې ژوند وکړي. له همدې امله موږ خپل خواړه په یخچال کې ساتو. ښه دلته پوښتنه داده چې  د مولډ فنګسي  او پنسلین ترمنځ اړیکه څه ده؟ الکساندر فلیمینګ هغه ساینس پوه دی چې په ۱۸۸۱ کال کې په سکاټلنډ کې زېږېدلی او څو کاله یې د لندن د سینټ میري روغتون د واکسین په څانګه کې کار کړی، هغه ساینس پوه دی چې د دې پوښتنې ځواب  یې په تصادفي ډول وموند.

 

فلیمینګ، چې په لومړۍ نړیواله جګړه کې یې د پوځي ډاکټر په توګه برخه اخیستې وه، د ډېرو هغو سرتېرو د مړینې شاهد و چې د جګړو به ډګر کې د خرابو شرایطو له امله په انتاناتو اخته شوي وو.

کله چې جګړه پای ته ورسیده، فلیمینګ د سینټ میري روغتون ته راستون شو او پهيي  انټي سیپټیکونو تمرکز وکړ، مګر تر ۱۹۲۸ کال پورې بریالی نه شو. کله چې هغه د هغه کال له رخصتۍ څخه بیرته خپل لابراتوار ته راغی، نو هغه ولید  چې یو قاب خلاص پریښی چې او دې قاب ډیر زیات پوپانک یا مولډ فنګس څخه ډک شوی وو. فلیمینګ، چې د قاب   پاکولو ته تیاری نیولی و، ولیدل چې د پوپانک یا مولډ په څنډه کې د جیل په څیر جوړښت  شتون لري چې هیڅ باکتریا پکې شتون  نه درلود .  په هرصورت، د قاب  په نورو برخو کې ډیر بکتیریا شتون درلود. فلیمینګ فکر کاوه چې دا جوړښت چې باکتریا له منځه وړي د مولډ فنګس و او د دې فنګسونو په څنډه کې اوبه لرونکي برخې ته یې د پنیسیلین نوم ورکړ. فلیمینګ د ډیرو کلونو لپاره هڅه وکړه چې پنسلین د مولډ فنګس څخه جلا کړي، مګر هغه ناکام شو او خپل کار یې پای ته ورساوه. فلیمینګ چې د خپل کار په اړه یې یوه مقاله خپره کړې، ویلي چې د هغه تصادفي کشف د ناروغیو په درملنه کې هم کارول کیدی شي. دې مقالې د برتانوي ساینس پوهانو هاوارډ فلوري او ارنسټ چین پام ځانته راواړوه او دوی په پنسلین کار پیل کړ. دوه ساینس پوهان د فلیمینګ په مرسته په ۱۹۳۹ کال  کې د پنسلین په پاکولو کې بریالي شول، مګر انګلستان د جرمني سره دوهم نړیوال جنګ ته داخل شو. په هغه کلونو کې په انګلستان کې فابریکو ته اجازه نه وه چې له نظامي توکو پرته بل څه تولید کړي چې په جګړه کې کارول کیږي. له همدې امله هاوارډ فلوري او ارنسټ چین خپل کار امریکا ته راوست. پنسلین له دې وروسته د درملو په توګه په ټوله نړۍ کې شهرت وموند، ځکه چې د پنسلین له امله د متحدینو ځواکونو په ځانګړې توګه د امریکا پوځ د باکتریا له امله په ناروغیو لږ اغیزمن شوی او د سرتیرو تلفات د پام وړ کم شوي وو. د الکساندر فلیمینګ تصادفي اختراع پنسلین په ۱۹۴۵ کال کې فلیمینګ، هاوارډ فلوري او ارنسټ چین ته د نوبل جایزه ورکړه، خو تر ټولو مهمه دا چې د میلیونونو انسانانو ژوند یې وژغوره او لا هم دوام لري.



اړوند خبرونه