د ورځنۍ اجنډا تحلیل

د ورځنۍ اجنډا تحلیل

2093543
د ورځنۍ اجنډا تحلیل

 

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په ۲۴ مه د وزیرانو او لوړ پوړو بیوروکراټانو په ګډون د یوه لوی پلاوي په ملګرتیا سره تورکیې ته سفر وکړ. دغه دغه سفر په داسې حال کې ترسره شوه چې د انقرې او تهران اړیکې د عنعنوي رقابت او همکارۍ تر منځ دي  او سیمه ییز مسایل نور د ځنډیدو توان نه لري، د دې ښودنه کوي چې دواړه هیوادونه د ګډو ستونزو او فرصتونو په اړه خبرو اترو ته چمتو دي. د ایران د ولسمشر سفر په حقیقت کې د ۲۰۲۳ کال  په لومړیو میاشتو کې اعلان شوی و او وروسته لږترلږه درې ځله وځنډول شو. وروستی ځنډ د ایران  په کرمان کې د ترهګریز برید له امله وه. خو له دې حملې لږ وروسته انقرې ته د رئیسي راتګ د ایراني لوري له خوا دغه سفر ته د اهمیت څرګندونه کوي.

د تورکیې د سیاسي اقتصادي او ټولنیزو مطالعاتو د بڼسټ ( سیتا ) د امنیتي څیړونو لیکوال پروفیسور ډاکټر مراد یشیل تاش د موضوع په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

البته، موږ پوهیږو چې دواړه خواوې لکه څرنګه چې په ډیری مسلو کې سره اختلاف د نظر لري، دوی په ډیرو مسلو کې سره ګډې ګټې هم لري. دا ډول سفرونو  موخه دا ده چې د امکان تر حده ګډ چلند او دریځ زیات کړي او توپیرونه د مدیریت وړ کچې ته راکم کړي. حقیقت دا دی چې تر سفر مخکې په ایراني رسنیو کې د تورکیې په اړه د انتقادونو د توازن په خاطر په دولتي رسنیو کې مثبتې شننې خپرې شوې او دا چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د تورکیې په یوې ورځپاڼې کې یوه ډېره رغنده او مثبته مقاله لیکلې، هم د دې څرګندونه کوي. د ایران له لارې ددې سفر په اړه  د مثبت ګامونه اوچت شوي دي.

د ویلو ده چې  د تورکیې او ایران  د همکارۍ د عالي شورا د اتمې غونډې په ترڅ کې  پدې لیدنه کې  د اقتصاد په برخه کې  په مهمو موضوعاتو خبرې وشوې. داسې ښکاري چې د انرژۍ، په سرحدي سیمو کې د سوداګرۍ، د ګمرکونو قانون او دوه اړخیزه پانګونې په څیر مسلو په ځانګړې توګه د سوداګرۍ حجم زیاتولو په اړه خبرې اترې وشوې. د  تورکیې د خزانې او مالیې وزیر محمد شمشیک، د انرژۍ او طبیعي زیرمو وزیر الپارسلان بیرقدار او د مرکزي بانک مشرې  حفیظه ګایا ایرکان شتون د اقتصاد په برخه کې د خبرو اترو اهمیت څرګندوي.

سربیره پردې، پدې لیدونو کې  د سیمه ایز مسایلو لکه  جنوبي قفقاز، فلسطین، سوریه، عراق، یمن او ختیځ مدیترانې په اړه په هر اړخیزه توګه خبرې وشوې. یو ځل بیا، د تورکیې په لوري کې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان، د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا، د ملي دفاع وزیر یاشر ګولر او د ملي استخباراتو رئیس ابراهیم قالن شتون څرګندوي چې د سیمه ایز سیاست او امنیت په اړه هم جدې خبرې شوي دي. د دغو مسايلو په منځ کې داسې ښکاري چې تر ټولو مهمه موضوع چې دواړه هېوادونه اندېښمن کړي، د ترهګرۍ مسله ده چې ګډ ګواښ دی. ولسمشر رجب طیب اردوغان په یوه بیان کې وویل: "موږ له ایران سره د PKK/PYD/YPG او PJAK پر وړاندې د همکارۍ د پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار وکړ." د ایران ولسمشر دا هم وویل چې ترهګري له سیمې بهر د قوتونو له خوا تغذیه کیږي او کارول کیږي. په دې نقطه کې ، د سیمې  هیوادونه د بهرنیو هیوادونو او قدرتونو اغیزو محدودولو لپاره باید یوځای عمل وکړي.

د دغه سفر په پایله کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې ۱۰ هوکړه لیکونه لاسلیک شول. دغه هوکړه لیکونه په ډېرو برخو کې په ځانګړې توګه د سوداګرۍ، ترانسپورت، مخابراتو، کلتور، صنعت، ټکنالوژۍ، امنیت او انرژۍ په برخه کې د اړوندو خواوو د لوړ پوړو د چارواکو له خوا لاسلیک شول.

 د سوداګرۍ حجم د ۳۰ میلیاردو ډالرو په هدف یو ځل بیا ټینګار وشو. د ګاونډي هېواد ولسمشر رئیسي وویل، له تورکیې سره له ډېرو کلونو راهیسې ښې اړیکې لرو او غواړو چې له اوس څخه دغه اړیکې لوړې کچې ته ورسوو او هیله یې څرګنده کړه چې همکارۍ ته چمتو یو.

همداشان ولسمشر اردوغان  په ښه ګاونډیتوب  په اړیکو  ټینګار وکړ  وویل مونږ  د متقابل اعتماد او ګډو ګټو پر بنسټ  د خپل ګاونډي هیواد ایران سره  د اړیکو ژورولو ته اهمیت ورکوو. داسې ښکاري چې دا لیدنه په خورا مثبته فضا کې ترسره شوې. په دې موده کې چې سیمه له سختو حالاتو سره مخ ده، د دواړو هېوادونو لخوا د ثبات، سولې او امنیت پر مسئلو ټینګار په اصل کې ددوې تاریخي مسؤولیت دی.



اړوند خبرونه